یوه تاریخي پېښه/ د فساد مسوول
لیکنه: مولانا وحیدالدین خان/ ژباړه؛ شفيع الله تاند
منتخب التواريخ د علامه عبدالقادر بدايوني مشهور کتاب دی،موصوف د اکبر پاچا همعصری او په دربار کې يې پاتې شوی دی،هغه د اکبر په اړه ليکي چې يو پاچا و، د حق غوښتونکی و، او په خپل ذات کې يې نفيس جوهر لاره. (بادشاه که جوهر نفيس داشت و طالب حق).
اکبر په خپل ابتدايي ژوند کې ډېر ديندار او عبادت کوونکی و، يوازې اووه عالمان يې د لمانځه د امامت لپاره ټاکلي وو، چې يو پکې خپله ملّا عبدالقادر بدايوني و، هغه وايي د اکبر په دربار کې به پنځه وخته په جمع لمونځ کېده او پاچا به هم په کې و، اکبر چې به کله په سفر واته، نو د لمانځه لپاره به يوه ځانګړې خېمه ورسره وه چې پاچا به په کې په جمع مونځ کاوه، د اکبر شاه د دې دينداره مزاج دا قدرتي نتيجه شوه چې په دې اړه به علماء يوځای کېدل، اکبر ته به يې حديثونه ويل او په ديني مسایلو يې له خبرو سره ځانګړې دلچسپي وه،د دې موخې لپاره به د علماوو په ناستو کې تر ډېره ـ ډېره پورې کېناسته.
ملا بدايوني ليکلي چې د اکبر چاپېره علماء به تر سلو زيات ناست وو او دې علماوو په قدرتي توګه د پاچا په لورېينو کې برخه ومونده، بس له همدې ځايه هغه حالات پيدا شول چې يو ديندار پاچا يې بې دينه کړ.
ښکاره ده چې سل سړي په يوه وخت د پاچا په څنګ کې نه شول کېناستی، هماغه وو چې لومړی جنګ په ناست ځايونو پيل شو،هر يو په دې هڅه کې و چې د پاچا څنګ ته کېني، اوس چې چا ته نږدې ځای نه رسېده، نو کينه به يې شوه، همدا شان څوک به چې د پاچا په ډاليو کې د لږې ډالۍ برخمن شو، له هغه بل سره به په کينه کې شو چې ډېره ډالۍ به يې اخيستې وه.
د علماوو دا حال شو چې د يوه بل لاندې کولو لپاره يې د يوه بل بدۍ پيل کړې ـ د ملّا بدايوني په الفاظو:
د علماوو له ډلې ډېره بېهوده ګي څرګنده شوه (بد نفسی ها ازين جماعت ظاهر شدند)، يوه د بل خلاف د ژبې تورې راوويستې، د يوه بل په نفی او ترديد کې شول، اختلاف يې تر دې ځای ورسېد چې يو بل يې سره کافر کړل، يو بل يې ګمراه ثابت کړل (با يکديګر تيغ زبان کشيده در مقام تنافی و تقابل بودند و اختلاف بجای رسيد که تکفير و تضليل همديګر می نمودند) خبره تر دې ځايه راورسېده چې په شاهي دربار کې د ددې علماوو سينې راوپړسېدې، غږونه یې لوړ شول او ډېر شول.
د علماوو له دې بې خوندو او بدرنګو حرکتونو د پاچا متاثر کېدل فطري وو، ډېره ورته سخته شوه، (بر خاطر اشرف ګران آمد) له دې وروسته پاچا لومړنی کار دا وکړ چې ملا بدايوني ته يې حکم وکړ چې دا ډول نامعقول عالمان نور د پاچا مجلس ته رانه شي، په دې سربېره د علماوو حرکتونه بند نه شول، د هغوی خبرې د پاچا لپاره د ايماني ځواک پر ځای په بدګمانۍ او زړه تورۍ کې د زیاتېدو سبب کېدې، د علماوو دا حال وو چې د يوه بل په ضد به يوه عالم يو څه ويل، بل به بل څه، يوه به يو څه حلالول او بل به حرامول، دې څيزونو پاچا په شک کې واچاوه، حيراني يې پسې ډېرېدله، تر چې اصل موخه يې له سترګو ولاړه (در شک انداخته حيرت بر حيرت افزود و مقصود از ميان رفت).
په درباري علماوو کې يو ملا عبدالله سلطانپوري و، د هغه سرکاري لقب مخدوم الملک و، هغه چې په بېلا بېلو طريقو سره کوم دولت جمع کړی و، په اړه يې ملا بدايوني داسې ليکلي :
کله چې ومړ، نو د پاچا په حکم يې د کور لټولو وويل شول چې په لاهور کې و، دومره شته او خښې شوې خزانې ترې راووتې چې د هغو خزانو قلفونه د دهم په کليګانو هم نه ايله کېدل، آن له سرو زرو ډک څو صندوقه د مخدوم الملک له کورنۍ هديرې راووتل چې د مړو په پلمه يې په خاورو کې خښ کړي وو.“
شاه عبدالقدوس ګنګوهي د ملا عبدالنبي لمسی و چې د اکبر د زمانې تر ټولو لوی عالم ګڼل کېده، د ټول هېواد خطيبانو او امامانو ترمنځ د جاګير وېشنې اختيار همده ته ترلاسه و، اکبر پاچا به يې دومره درناوی کاوه چې پيزار به يې ورسمول؛ مګر د مخدوم الملک او ملا عبدالنبي تر منځ رقيبانه بدنیتي پيل شوه.
يوه د بل ګمراه ثابتونې لپاره رسالې وليکلې، يوه د بل په اړه وليکل، ته د پلار عاق کړی زوی يې، د همدې لپاره درپسې لمونځ روا نه دی،بل نور څه ولیکل … په دې ډول بې معنا بحثونو سره به سهار ماښام اخته وو.
اکبر شاه په پيل کې بې بريده ديندار و او ديني شخصيتونو ته يې لوی عقيدت درلود؛ مګر د دين د نماينده ګانو پرلپسې خرافاتو له کتو وروسته له دينه هم بېزار شو او له ديني شخصيتونو هم.
د علماوو دا حال و چې د ژويو په څېر خپلو کې جنګېدل، يوه عالم به يو کار حرام په ګوته کاوه او بل عالم به هماغه کار حلال ګاڼه ـ ملا بدايوني ليکي:
اکبر د خپل عصر علماء له غزالي او رازي بهتر ګڼل؛ خو کله يې چې دا سپک حرکتونه وکتل، نو په حال يې ماضي قياس کړ، د ټولو منکر شو، له دې وروسته د اکبر په دربار کې د علماوو ځای ورک شو.
د ابو الفضل او فيضي غوندې خلکو په شاهي دربار کې اهميت غوره کړ، اکبر ته د علماوو د خبرو هيڅ ارزښت او پروا نوره نه کېده ـ ابو الفضل به د اکبر په مخکې په علماوو ملنډې وهلې او اکبر به يې په اورېدو خوشالېده.
د ملا بدايوني په الفاظو:
که په کوم بحث کې به د ائمة مجتهدينو کومه خبره وړاندې کېدله، نو ابو الفضل به تېره کړه، ويل د فلاني حلوايي، د فلاني کفش او فلاني چرم جوړوونکي په قول په ما حجت قايمول غواړې.
کينه او حسد او کبر د يهودي علماوو ناروغي وه، همدا زموږ د علماوو هم تر ټولو زيات عام مرض ګرځېدلی.
صحابه کرام هم د دين عالمان وو؛ مګر کينه او کبر په کې نه وو، بيا نو څه لامل دی چې د وروسته زمانې په علماوو کې دا بد اخلاق دومره عام شول.
د دې لامل خپله د علم توپير دی، د صحابه کرامو په زمانه کې د عالم کېدو مطلب يو څه و او په وروسته زمانه کې د عالم کېدو مطلب کوم بل څه ـ
د صحابه کرامو تعليمي نصاب يوازې قرآن و حديث وو، د دې اپوټه په وروسته عصر کې د ديني نصاب په نوم چې کوم تعليمي نصاب دود شو، په هغه کې قرآن و حديث تش په نوم پاتې شول او اصل اهميت نورو فنونو واخيست.
د دې توپير پايله خامخا څرګندېده؛ ځکه د قرآن و حديث په علم سره په سړي کې خشيت پيدا کېږي (فاطر/ ۲۸) او په فني علومو سره برتري (غافر/ ۸۳).
له علم سره په عامه توګه د لويوالي احساس پيدا کېږي، له دې مستثنیٰ يوازې د خدای علم دی.
د خدای علم يو داسې علم دی چې په هغه کې انسان د کايناتو د خاوند عظمت او د دې په مقابل کې خپل عجز مومي، همدا لامل دی چې خدايي علم په انسان کې خاکساري پيدا کوي؛ خو نور علوم په سړي کې غرور او لويوالی .
خدايي علم په ابتدايي زمانه کې يوازې د خدای په کتاب او رسول پر سنتو برخمن و؛ مګر په وروسته زمانه کې د دې د فني کېدو هڅه پيل شوه، په فني کېدو هڅه کې ساده خدايي علم هغې کچې ته رسېږي چې د عام دنيوي علومو کچه ده، سختې اصطلاوې، پيچيده طريقې، منطقي ترتيب، لېرې له کار بحثونو او… په يو ځای کېدو ديني علم ته داسې شکل ورکوي چې په ويلو خو په ښکاره يو ديني علم وي؛ مګر د خپل مجموعي تاثر له پلوه يو عام علم ګرځي، د دې په لوستنې سره په سړي کې نه کوم رباني شعور راپورته کېږي او نه يې په زړه د خدای د وېرې کوم څاڅکی کېږي.
ښکاره ده چې د داسې علم ماهرين به همغه څه کوي چې يو تصوير يې د واقعې په مخ ليدل کېږي.
یوه تاریخي پېښه، د فساد مسوول
اړه لرونکي ليکني


