دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلجيم: طالبان د ټول هېوادپه ځانګړې توګه د ښځو او نجونو راتلونکی...

بلجيم: طالبان د ټول هېوادپه ځانګړې توګه د ښځو او نجونو راتلونکی خطر سره مخ کوي.

ويب ډیسک

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره وايي، طالبان د ټول هېواد (افغانستان) په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو راتلونکی خطر سره مخ کوي.

د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حجا لحبیب افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندیزونه غندلي او ویلي یې دي، چې بلجیم د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.

اغلې لحبیب زیاته کړې، چې یوه لاره یې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له سیمه‌ییزو لوبغاړو سره زیاته همغږي ده.

د مونیخ امنیتي کنفرانس د فبرورۍ په ۱۸مه جرمني کې پیل شو. دغه کنفرانس ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله حسنا جلیل او د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج هم بلل شوې وې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه