دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران انټرنیشنل تلوېزیوني شبکې: ځینو امنیتي ګواښونو له امله یې د جمعې...

ایران انټرنیشنل تلوېزیوني شبکې: ځینو امنیتي ګواښونو له امله یې د جمعې په ماښام لندن کې خپله ستودیو وتړله

ويب ډیسک

ایران انټرنیشنل تلوېزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د ځینو امنیتي ګواښونو له امله یې د جمعې په ماښام لندن کې خپله ستودیو وتړله او له دې وروسته به خپل ۲۴ ساعته خبري بولیټنونه له واشنګټن سټودیو وړاندې کوي.

ایران اینټرنیشنل ویلي، چې دا ګام یې د خپلو خبریالانو او همکارانو د خوندیتوب له پاره پورته کړ. که څه هم ایران انټرنیشنل د دوی خبریالانو او همکارانو ته د ګواښونو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي؛ خو یوې بلې رسنۍ افغانستان انټرنیشنل ویلي، چې وړاندې د لندن پولیسو د ایران انټرنیشل مدیرانو ته خبر ورکړی و، چې لندن کې د دوی ایراني همکارانو ته امنیتي ګواښونه متوجې دي.

ایران انټرنیشنل په دې اړه نن سهار لیکلي: «ایران انټرنیشنل به د ایران او نړۍ بدلونونو په اړه خپلې کره، دقیقې او منصفانه خبر رسونې ته دوام ورکوي او ټینګار کوي، چې دا وړ ګواښونه به د دغې خبري شبکې په رسنیزو کارونو اغېز ونه لري.»

ایران انټرنیشنل تلوېزیوني او انټرنیټي شبکه په فارسي، انګلیسي او عربي ژبو خبري او نور بېلابېل پروګرامونه لري. د دغې رسنۍ د لندن سټوډیو له تړلو وروسته د لندن پولیسو او د خبریالانو او رسنیو د دفاع بنسټونو کوم غبرګون نه دی خپور شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه