سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا کانګرس: افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د...

د امریکا کانګرس: افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې.

ويب ډیسک

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي استازو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې.

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو استازو د دې هېواد دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت، کورني امنیت او نړیوالې پراختیا ادارې څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د بايډن حکومت دې له افغانستانه د «ناورین زېږوونکې پوځي او دیپلوماتیکې تخلیې» په اړه ټول اسناد، ارتباطات او معلومات ورسره شریک کړي.

په لیک کې ویل شوي، چې افغانستان کې امریکايي پوځیان وژل شوي، پيسې لګول شوي، طالبانو ته وسلې او تجهیزات پاتې شوي، د ښځینه حقونو مخه نیول شوې او سیمه «متخاصمو طالبانو ته په لاس ورغلې ده».

د امریکا د کانګرس د څار کمېټې مشر ویلي، چې دې برخه کې د بايډن د ادارې له لوري پلمې د زغملو نه دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له دې مخکې هم د ډېرو امریکایي پوځي او سیاسي څهرو له لوري غیرمسؤلانه بلل شوي او په اړه یې د څېړنو غوښتنه شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه