دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پښتنو په حقله ساٸنسي څيړنه

د پښتنو په حقله ساٸنسي څيړنه

لیکنه :نور سعید اپریدی 

کله چې د ساٸنسي علومو سره پښتانه نه وو بلد شوي او په ساٸنسي علومو باندې نه پوهيدل نو پښتانه به يې کله د ترکو پورې تړل کله به يې د اسراٸيلو پورې تړل او کله به يې خپل ځان ته منګول نيکونه لټول ـ بلکښې د قبطيانو ټپه به هم ورپورې وشوه ـ خو اوس هم داسې خلق شته چې بغير د څه دليل نه پښتانه د بني اسرائيلو پورې تړي او د خوشحال بابا دغه شعر د ثبوت دپاره راوړي چې:

په ښاٸست باندې ٸې ختمه دا وينا ده
چې په اصل د يعقوب قوم و ټبار

او بيا ورسره دا هم واٸي چې د خوشحال بابا دا شعر يا وينا زمونږ د پاره د صحيفې هومره اهميت لري ـ
خو زه نه پوهيږم چې داسې ښاغلي په حقيقت سترګې ولې پټوي او هغه ځکه چې اوس دوه او دوه څلور ثابته شوې ده چې پښتانه د بني اسرائيلو سره هيڅ تړون نه لري بلکښې پښتانه د دې خاورې زاړه بچي دي دا د چرته نه راغلي نه دي البته که اسرائيل دوي ته راغلي وي او د دوي سره لکه د عربو يعني د قريشانو ، سيدانو ميشته شوي وي او په دوي کښې ٸې ځان غيب کړے يا ضم کړے وي نو ممکنه کيدے شي خو د ساٸنسي څيړنې نه بلکل دا نه ثابتيږي چې پښتانه د بني اسرائيلو يا د سامي خلقو سره څه تړون لري ـ د ساٸنسي څيړنو نه زما مراد ډي اين اے ، لسانيات او د بشريات علوم دي ـ
دغه کوم بره پوهه سړے چې ما ذکر کړو چې پښتانه د خوشحال بابا په يو شعر باندې بني اسراييل ثابتوي نو دا د يو اپريدي چې په هند کښې اوسيږي او نورس اپريدي په نوم باندې ياديږي د هغه حواله ورکوي او واٸي چې هغه د هند د اپريدو د وينې څه سمپلونه راخستي دي او د اسرائيلو په لاٸباټرې کښې ٸې ټسټ کړي دي او د هغې نه ٸې دا نتيجه راباسلې ده چې پښتانه او اسرائيل د يو نسل نه دي او هغه لس قبيلې چې د اسرائيلو نه لاړې وې هغه هم دغه پښتانه دي ! خو دا خبره بلکل غلطه ده او هغه ځکه چې ما کله په انټرنيټ باندې د نوروس اپريدي په حقله لټون وکړل نو هغوي په 2006ء کښې د تاريخ ډپارټمنټ نه په هغه لس ورکو شوو قبيلو باندې پي ايچ ډي کوله کومې چې د پښتنو پورې تړے شي ـ خو چې کله دې نوروس اپريدي دغه د اپريدو ټسټونه لاٸباټرې ته وليږل د هغې نه هيڅ قسم نتيجه راونه وته او هغه مفروضه چې دوي د پښتنو په حقله د اول نه قاٸمه کړې وه هغه بلکل غلطه ثابت شوه ځکه چې د پښتنو او د بني اسرائيلو په ډي اين اے کښې د زمکې او د اسمان فرق وو په دې وجه باندې نورس اپريدي خپل هغه ريسرچ او ټسټونه تر اوسه پورې پټ ساتلي دي او منپر عام ته ٸې نه راوباسي ـ
نوروس اپريدي لکه د بره ذکر شوي سړي پښتانه په عاداتو او نومونو باندې بني اسرائيل ثابتول غوښتل خو ثابت ٸې نه کړے شول ـ

اوس راځو او دا ګورو چې تر ننه پورې د ډي اين اے په ترو باندې پښتانه دچا سره تړون لري ؟
د دې نه پس به په لسانياتي توګه باندې ګورو چې پښتانه د ژبې په نسبت چاته نيژدو دي په دې ضمن کښې به د پوهانو نظر ګورو ـ

ډي اين اے يو داسې څيز دے چې د دې په ذريعه د انسانانو نيکونه يعني د زرونو کالو شتون په ګوته کيږي ـ

لکه بره مو چې څنګه اووٸيل چې د ډي اين اے په ذريعه د پښتنو تړون د اسرائيلو سره په هيڅ جواز هم نه کيږي او هغه ځکه چې د اسرائيلو ګروپ بدل دے او د پښتنو بدل دے چې مخکښې به يې ذکر اوشي ـ
د برطانوې يو پروفيسر چې تهيو ډور پرفيټ نوميږي هغه د افسانو په بنياد باندې دا دعوه کوله چې پښتانه بني اسرائيل دي خو چې کله ٸې په 2009ء کښې د څه پښتنو ډي اين اے ټسټونه وکړل نو هغه دا ثابته نه کړلے شوه چې پښتانه بني اسرائيل دي او هغه ځکه چې د دوي او د بني اسرائيلو په وينه کښې فرق وو ـ
په 2010_ء کښې د هند يوې ماهرې شهناز علي د لکهنو د پښتنو د وينې سمپلونه واخستل او د اسرائيل په لاٸباټرې کښې ٸې ټسټ کړل د بني اسرائيلو سره خو هيڅ قسمه تړون د دې دواړو قومونو يا نسلونه خپلو کښې رانغلو ـ دغې زنانه ته د اسرائيلو وزارت د دې څيړنو ټول مصارف ورکړے وو او درې مياشتې دغه څيړنې ٸې وکړې خو هيڅ قسمه يو والے پکښې اونه موندلے شو او دغسې دا ريسرچ هم د بني اسرائيلي نظرٸې په ضد کښې اوښتل ـ
برق صيب د د يو اسرائيلي چې شلوانيټل نوميږي د هغه په حقله واٸي دا سړے واٸي چې د شفاهي رواياتو په بنياد پښتانه ځانونه بني اسرائيل ګڼي خو د ليباټرۍ معاٸناتو نه دا خبره بيخي نه ثابتيږي ـ

پښتنو په حقله ساٸنسي څيړنه

دويمه برخه

د امريكې يو ټيم د افغانستان او د پښتونخوا د پښتنو نه د سوونو په شمير کښې سمپلونه په 2014ء کښې واخستل او بيا ٸې اعلان وکړل چې د پښتنو او د بني اسرائيلو خپلو کښې هيڅ تړون نشته او دا ٸې هم ورسره اووٸيل چې پښتانه يعني افغانان او تاجک او هزاره دلته کښې د پنځو زرو کالو نه اوسيږي ـ او دا ٸې هم ورسره اووٸيل چې پښتو ژبه د سامي ېا د نورو خارجي ژبو سره څه تړون نه لري بلکښې دا ژبه د اريايي څانګې سره تړون لري ـ

ډاکټر الياس چې په جينيټک کښې ٸې خپله پي ايچ ډي د کوريا نه کړې ده او په 2020ء کښې ٸې په اردو ژبه يو کتاب راغلے دے چې (پشتونو کا جينياتي مطالعه ) په نوم باندې په مارکيټ کښې خپور شوے دے ـ
د هغه تحقيق په ساٸنسي بنيادونو باندې د قدر وړ ده ـ
هغه په هارډورډ پوهنتون کښې د پښتنو او اسرائيلو په ډي اين اے باندې کافي تحقيق کړے دے او د دې خبرې کوشش ٸې کړے چې دغه د بني اسرائيلي قيصه صفا کړي ـ
ډاکټر الياس په خپل کتاب کښې ليکي
” چې HGDP کښې د 22 پښتنو نمونې شاملې وې چې هغه نمونې د جديد سپر کمپيوټر په مدد سره وڅيړلے شوې او جينياتي معلومات ترې رابهر کړے شو چې د يو پښتون د نسلي شناخت دپاره کافي دي ـ دغې معلوماتو ته مونږ جينياتي مارکز وٸيلے شو کوم چې مونږ ريفرنس پينل په طور باندې د نورو جينيوم سره تقابل کوے شو ـ
د Ramabam Health care Campus Hefa Israel ېو نامور ساٸنسدان “Doron M. Behar” د دنيا 14 مختلف يهودي قبيلو بشمول د بني اسرائيل ډي اين اے راخسته او د دې مشاهده ٸې وکړه او يو ځان ته جينياتي پينل ٸې جوړ کړل چې د يهوديانو د نسلي شناخت دپاره استعماليږي ـ دغه يهودي مارکرز د هر پښتون نمونې سره وکتل شول په 22 نمونو کښې يو هم داسې ملاٶ نه شو چې په کومې کښې د بني اسرائيل يا د نورو قبيلو ډي اين اے سره څه مشابهت لري ”

ډاکټر الياس مخکښې هم دې کتاب کښې ليکي :
” دغه تجزيه نوره هم د د پخيدو دپاره ما پخپله د دواړو پينلو خپلو کښې موازنه وکړه چې دواړه د يو بل نه مختلف وختل ـ
دغه تحقيق د نړۍ نورو ادارو هم تصديق کړل چې په کومې باندې مقالې خپرې شوې ”

ډاکټر الياس د دې مقالو نومونه ورکړي دي چې زه دلته د يو څو مقالو نومونه ذکر کول غواړم ـ
Waldman, et al. 2016. The genetics of Bene Israel from india reveals both substantial jewish and indian incestry . plos one , 11(3)

Chaubey , et al . 2016 Genetics of the jewish populationof india . scientific report, 6

Lacau, H et al. 2012 Afghanistan from a y- chromosome perspective , European journal of human Genetics , 20 (10)

کله چې دغه ريسرچ خپور شو نو په دې باندې اعتراضات شروع شو چې آيا چې د دې کومو خلقو ټيسټونه شوي دي دا په اصل کښې پښتانه وو هم اوکنه اوکه پښتانه وو نو د کومې قبيلې سره ٸې تړون وو ؟ نو د دې نه پس د پښتنو په ډي اين اے باندې ساٸنسي کار نور هم وشوه ـ
د ټول نه اول د هزاره يونيورسيټۍ جينياتي ډيپارټمنت محقيقينو د پښتنو د مختلفو قبيلو په تړون يو رپورټ خپور کړو ـ دا رپورټ د هاٸير ايجوکيشن په مدد باندې سر ته ورسولے شو ـ په دې تحقيق کښې د پښتونخوا نسلي د خلقو نسلي څيړنه وشوه چې په هغې کښې ډي اين اے شامله وه او د غاښونو ساخت باندې هم څيړنه وشوه ـ دا تحقيق د 2010ء نه تر 2017ء پورې جاري وو او اوس دا رپورټ د ايچ اے سي په ويب ساٸټ باندې پروت دے چې هر وګړے ٸې ليدلے شي ـ د دې تحقيق مطابق د دې سيمې وګړي په نسلي لحاظ سره R1a هيپلو ګروپ سره تعلق لري ـ د دې ګروپ سره تعلق لرونکي 53 فيصده جوړيږي ـ يعني 53 فيصده پښتانه د R1a سره تعلق لري چې يو اريايي ګروپ دے او د سامي ګروپ سره هيڅ تړون نه لري ـ
دغه ګروپ د پښتنو په خاصه توګه د يوسفزو اعوانو سوتيانو په وينا يا ډي اين اے کښې زيات په کثرت سره ملاٶ شو ـ
د دې نه علاوه د پښتنو په نورو قبيلو کښې نور ګروپونه هم وموندل شول چې په هغو کښې R1b او R2 د ذکر وړ دي او دا ټول د ارين سره تعلق لري ـ
خو د اسرائيلو چې کوم ګروپ په ګوته کيږي هغه دا دي
J1,J2, E1B1B1
او داسې J1b , klalbla, kla9,dk2a2a N1b دا هغه مخصوص هيپلو ټاٸپس دي چې په يهودو کښې موندے شي ـ

د لاهور په يونيورسټې کښې د خټک قبيلې په حقله د۔ ډي اين اے چې کومه څيړنه شوې وه په هغې کښې د يهودو څه اثرات راوتي وو خو ډاکټر الياس چې کوم تحقيق د ډي اين اے په ترو وکړلو د هغه د نتيجې مطابق د خټک قبيلې د يهودو يا اسرائيلو سره هيڅ نزديکت په نظر رانغلو او هغه ځکه چې د خټک قبيلې او د يهودو په ډي اين اے کښې ډېر زيات توپير وو ـ
ډاکټر الياس په خپل کتاب کښې دغه چارټ ورکړے هم دے چې هر وګړے ٸې ليدے شي ـ

هارډورډ پوهنتون د سنټرل ايشيا د خلقو د هډوکو څه نمونې ټيسټ کړې چې په هغې کښې 128 نمونې د سوات نه او نورې نمونې د افغانستان نه راټولې کړلې شوې وې ـ د دې هډوکو د ټيسټ نه دا معلومه شوه چې دا پنځه زره کاله زاړه دي او د دې هډوکو رشته د اريايي قبيلو سره ده او د R1a او او د هغه بره ذکر شوي ګروپ سره تعلق لري ـ نو د دې ټيسټ سره دا هم معلومه شوه چې په دې سيمه کښې د ارياٶ څه قبيلې د پينځو زرو کالو نه اوسيږي يعني د پينځو زرو کالو راسې ژوند کوي ـ بل د دې تحقيق نه دا هم ثابته شوه چې د دې خطې 80℅ خلق د دې ذکر شوي ګروپ سره تعلق لري چې د دې په وجه آرين ثابتيږي ـ

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه