دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکوټه : پولیسو پر موټر ځانمرګي برید کې درې کسان وژل شوي...

کوټه : پولیسو پر موټر ځانمرګي برید کې درې کسان وژل شوي ۲۸ ټپیان دي

ويب ډیسک

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د پاکستاني پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید له امله د پولیسو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه ځانمرګی برید نن د چهارشنبې په سهار نومبر ۳۰ (لېندۍ نهمه) د کوټې ښار اړوند په «بللي» سیمه کې د پاکستاني پولیسو د ګزمې پر موټریز کاروان شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه ځانمرګي برید کې د ۱۵ پاکستاني پولیسو په ګډون ۳۰ تنه نور کسان ټپيان شوي دي. په ټولیزو رسنیو کې د خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې تر چاودنې وروسته د پاکستاني پولیسو د ګزمې لارۍ موټر یوې کندې ته لوېدلی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې تر چاودنې وروسته د پيښې ځای محاصره کړی او ټپي شوي کسان د کوټې ښار روغتون ته انتقال شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخه د دغه ځانمرګي برید مسؤلیت (TTP) یا تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی دی.
دا برید یوه ورځ وروسته تر هغه کیږي چې تحریک طالبان پاکستان د دوشنبې په ورځ د پاکستان له حکومت سره د خپل اوربند د پای ته رسېدو خبر ورکړ،(TTP) د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته خپلو وسله والو ته پر پاکستاني پولیسو د درندو بریدونو امر وکړ.
د بلوچستان ایالتي وزیر عبدالقدوس بزنجو دغه برید غندلی او ویلي دي چې عاملین به یې ونیول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه