یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحنا رباني کهر له متقي سره لیدلي

حنا رباني کهر له متقي سره لیدلي

ويب ډیسک

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلې ده. په پلان کې ده چې هغه به په دغه یو ورځني سفر کې له طالب چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې د سې شنبې په ورځ د کهر د ورتلو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د پاکستاني پلاوي د دې سفر موخه پر سیاسي او اقتصادي اړیکو بحث او خبرې یادې شوي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځې په خبرپاڼې کې راغلي دي چې د هغه هيواد پلاوی به کابل ته په خپل سفر کې د اسلام اباد او کابل پر دوو اړخیزو اړیکو، سوداګریزو همکاریو، پانګونې، زده کړو او سولې په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

پاکستان له هغو کم‌شمېر هېوادونو دی چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغي ډلي سره نیږدې اړیکې لري، خو پر دغو اړیکو سربېره یې هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. پاکستان تېر کې د طالبانو په ملاتړ تورن و، خو پاکستان تل دا خبره رد کړې ده.

جګپوړی پاکستانی پلاوی دا سفر په داسې حال کې کوي چې افغانستان اوس د سخت سیاسي، اقتصادي او بشري حالت سره مخامخ دی. نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته دي درناوی وکړي او ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي؛ خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه