ویب ډیسک
د امريکا د لویو درستيزانو د جرګه ګۍ رئيس مارک ميلي د سپتمبر په ۲۸ مه نېټه د دغه هېواد د پارلمان د شواهدو اورولو غونډه کې وويل، چې د افغانستان جګړه د امريکا د ستراتېژۍ په ناکامېدو پای ته ورسيده.
نوموړي په همدې ورځ د امريکا له دفاع وزير لويډ اسټين او د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کينز مکېنزي سره په ګډه په ياده غونډه کې ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې يې ويلي، چې واک ته د طالبانو بيا رسېدل، د امريکا د ستراتېژۍ د ناکامېدو ښودنه کوي او له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو وتنې، د دغه هېواد اعتبار زيانمن کړی دی.
د امريکا دفاع وزير لويډ اسټين يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا بايد د افغانستان له جګړې څخه درس واخلي. نوموړي زياته کړه، چې امريکا هيڅکله د افغانستان رښتيني حالات نه دي درک کړي.
د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو ايستل يو مصيبت بللی او ويلي يې دي چې مارک ميلي او اسټين بايد له خپلو دندو څخه استعفا وکړي.


