ويب ډیسک
د طالبانو له خوا جوړیدونکي د علماوو غونډه چې د چهارشنبې په ورځ جوړیدونکي وه، یوه ورځ وروسته پیلیږي.
د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، له ملي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه غونډه کې به «علما، د پوهنتونونو استادان، سوداګر او د نیک شهرت لرونکي کسان ګډون وکړي.»
ظاهرا په دغه غونډه کې ښځې او د طالبانو مخالفو څیرو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. حنفي په دغه مرکه کې د ښځو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې «د اناثو ټوله طبقه زموږ مېندې او خویندې دي. موږ هغوی ته بشپړ احترام لرو. دا چې د هغوی اولادونه دلته دخیل دي، هغوی هم یو ډول دخیلي دي.»
د رئیس الوزرا مرستیال د دغه غونډې د اجندا په هکله په واضحه ډول څه و نه ویل، خو ويې ویل چې د مختلفو مسایلو لکه اسلامي نظام، ملي وحدت، استقلال او اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په هکله به خبرې وشي.
د طالبانو انتقاد کوونکي دغه غونډه نمایشي عنوان کړې ده. د صلاح الدین رباني په مشرۍ د «جمعیت اسلامي افغانستان« ګوند په یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه غونډه «فرمایشي او سمبولیکه» عنوان کړې ده.


