دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد علماوو جرګه : د طالبانو د ملي مشروعيت ترلاسه کولو یا...

د علماوو جرګه : د طالبانو د ملي مشروعيت ترلاسه کولو یا خپلمنځي اختلافاتو ترمنځه وړلو هڅه که بل څه…؟

لیکنه: محب الله 

په پښتنه ټولنه کې جرګه یوه ځانګړتیا  او ارزښت لري ، کله هم چې په پښتون افغان وطن کوم ناورین سره مخامخ شوي نو پښتنو افغانانو له ستونزمن وخت نه تر وتلو لپاره د يوې شریکې پریکړې لپاره جرګې کړې او له دې لارې نه هر ځل خپلې شریکې ستونزې حل کړې .

په افغانستان کې لویه جرګه د اتلسمې پیړۍ په لومړیو کې د هوتک د کورنۍ د واکمنۍ له پیل راهیسې تنظیم شوې .

لویه جرګه د مشرانو یوه جرګه ده چې د پښتونولي، د پښتني ټولنیز قانون له مخې په اتفاق سره پریکړې کوي. دا د پښتنو تر منځ د شخړو د هواري لپاره ترسره کیږي، بلکې د نورو توکمونو د غړو لخوا هم ترسره کیږي .

پہ کال ۲۰۰۱ کی طالبانو د واک پای ته د رسېدو وروسته په کال د ۲۰۰۳ په کابل کې د هغه وخت ريس جمهور حامد کرزی په مشري کې ۵۰۲ استازو لویه جرګه دایره شوه چې د افغانستان د وړاندیز شوي اساسي قانون په اړه خبرې وکړي- یادې لویې جرګې لس ورځې دوام وکړي لس ورځني بحث نه ورورسته د افغانستان نوی اساسي قانون جوړ شو او لویې جرګې په شریکه د یاد اساسي قانون منظوري ورکړه – یاد دې وي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په لومړي ځل د يوې جرګې له لارې واک ته ورسېده او دا جرګه د المان ښار بون کې ترسره شوه او دې جرګې حامدکرزی د ولسمشر په توګه وټاکه .

د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۹د کابل په باغ بالا ماڼۍ کې هم یوه جرګه راغوښتل شوه دا جرګه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو په ترڅ کې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د یوې ګډې تګلارې په اړه توافق وشو،دغه جرګه د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ جوړه شوې وه او ۳۲۰۰ استازو په کې ګډون کړی و ، خو طالبانو په دې جرګې کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
که موږ يوې خواه ته د تېر وخت ته په کتو وګورو نو طالبانو ته جرګې د منولو وړ نه وې او نه په بېلابېلو وختونو کې په جرګو کې ګډون کړي.

خو بلې خواه ته چې وګورو طالبانو لخوا د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو لخوا لویه جرګه رابلل شوې او دا جرګه پنج شنبې د ورځې نه پيلېږي او درې ورځې به دوام ولري ، یاد دې وي چې
تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره طالبان لویه جرګه جوړوي د طالبانو د چارواکو په وینا دا جرګه به د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پیل او درې ورځې به دوام ولري – دې جرګې ته طالبانو د هرې ولسوالۍ څخه ۳ کسان رابللي په دې کې دوه ملایان او یو به اولسي مشر وي .

د سرچينېو د معلوماتو په اساس په دې جرګه کې به د افغانستان پر روان سياسي وضعيت باندې خبرې اترې کېږي او په ځانګړې توګه د انجونو پر زده کړو تمرکز وشي او په بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وشي او له دې سره د اوسني نظام په اړه به هم استازې خبرې وکړي.

که په افغانستان کې د اوسني نظام خبره وکړو، له سقوط لس میاشتې وروسته هم افغان حکومت په رسميت نه ده پېژندل شوی او په افغانستان کې د انجونو پر لوړو زده کړو بندیز لا هم دوام لري، د طالبانو په ګډون ټوله نړۍ له حکومت نه غواړي چې د انجونو د زده کړو باندې لګېدلي بنديزونه ختم کړي او ترڅنګ پر رسنیو هم بندیزونډ پای ته ورسوي.

د افغانستان ګاونډي هيوادونو سره نړۍ هم له دې جرګې څارنه کوي چې آيا طالبان به څه پريکړې وکړي- خو افغانان بیا دا فکر کوي چې په تیرو جرګو کې طالبانو ګډون نه کړلو او نه يي ارزښت ورکاوه اوس دوي د پښتون افغان دې لرغوني دوديزه جرګې ته ولې غاړه کیښوده دوي کومې اړتياوې لري چې له دې لارې هغه اړتیاوې پوره کوي .

بل لور ته د‌ پخواني ولسمشر اشرف غني ویاند نجیب آزاد يوې رسنۍ ته د طالبانو د جرګې په هکله وویل چې طالبان خپلمنځي اختلافاتو کې راګير دي دوي غواړي چې له دې لارې خپلمنځي اختلافات ختم کړي – هغه زیاته کړه چې دې جرګې ته یوازې طالبان او د طالبانو هم نظر استازي رابلل شوي.

آزاد وویل چې د انجونو د زده کړو په هکله به په دې جرګه خبرې ونسي او نه دا په اجنډا کې شتون لري – نجیب آزاد وویل چې د طالبانو د جرګې ايجنډا پټه ده دوي غواړي چې د طالبانو امیر ملا هیبت الله بعیت د جرګې له لارې تازه کړي او اسلامي امارت ملي مشروعيت ومومي .

د طالبانو یو چارواکی د مني چې په جرګې کې به‌ د‌نظام د‌مشروعیت په هکله به خبرې وشي او هغه دا خبره هم کړې چې د انجونو د ښونځيو او زدکړو په هکله به هم بحثونه وشي – طالب چارواکي یاده جرګه د افغانستان جرګه وبلله او وویل چې په جرګه کې به بېلابېلو موضوعاتو بحثونه وشي – هغه زیاته کړه چې یادې جرګې ته درې درې کسان له ولسواليو او درې درې کسان له ناحیو نه رابلل شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه