ویب ډیسک
یو شمېر افغان هنرمندان چې د تیر حکومت تر سقوط وروسته یې پاکستان ته پناه وړې وه، پېښور کې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د امریکا غږ ډېوې څانګې په پېښور کې د هنرمندانو د ټولنې له قوله ویلي چې افغان هنرمندان زندان وړل شوي دي.
د پاکستاني هنرمندانو ټولې په دې اړه اعتراض پيل کړی او ویلي یې دي چې پاکستان یاد افغان هنرمندان طالبانو ته سپاري.
د پېښور پولیسو ویلي چې یاد څلور افغان هنرمندان یې په هغه هیواد کې د غیر قانوني اوسېدنې په خاطر نیولي دي.
د نیول شوو افغان هنرمندانو نومونه، ندیم شاه، نویدالله، سعیدالله او اجمل ښودل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ویل کیږي چې ګڼ شمېر افغان هنرمندان پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته پناه وړې ده.


