دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین او د ملګرو ملتونو کډوالو پروګرام افغانستان ته بشري مرسته وسپارله

چین او د ملګرو ملتونو کډوالو پروګرام افغانستان ته بشري مرسته وسپارله

ويب ډیسک

د چين د جنوب او جنوب همکارۍ صندوق او د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام د مارچ په ۲۷مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان سرپرست حکومت ته بشري مرسته وسپارله.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو او د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام د عالي کمیشنرۍ سرپرستې یومیکو تاکاشیما هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و.

وانګ يو وويل، د چين حکومت د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې ناورين ځپلو افغانانو ژوند ته ډېره پاملرنه کړې او د م.م د کډوالو پروګرام د کارکوونکو په هلو ځلو يې اړين توکي پيرلي او اوس يې په کابل، کندهار، بغلان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې پر اړمنو خلکو ويشي.

نوموړي باور وښود، چې دغه توکي به پر اړمنو او ناچاره خلکو وویشل شي.

یومیکو تاکاشیما د چین د جنوب او جنوب د همکارۍ صندوق څخه مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام سره يې مالي مرسته کړې او ژمنه يې کړې، چې خپلو بشري مرستو ته به دوام ورکوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه