یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاروپايي ټولنه نه غواړي چې له روسیې څخه د انرژيو واردات بند...

اروپايي ټولنه نه غواړي چې له روسیې څخه د انرژيو واردات بند کړي

ويب ډیسک

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګ پوړي استازي جوسيپ بوريل خبريالانو ته ويلي، چې اروپا اوسمهال د روسیې پر ګاز او نفتو ډېره تکيه لري او اټکل يې کړی، چې ښايي په راتلونکو دوو کلونو کې له روسیې څخه د ګاز او نفتو واردات پای ته ورسوي.

هغه ويلي، چې اوسمهال اروپايي ټولنه نه غواړي، چې په پوره توګه له روسیې څخه د انرژيو واردات بندکړي، خو د انرژيو سرچينې به پراخې کړي او په دې جمله کې منځني ختيځ مهم رول لوبولی شي.

نوموړي زياته کړې چې په اروپا کې د بيا استفادې وړ انرژيو پرمختګ د اړوندو انرژيو د کارونې اندازې کمولو لپاره ګټور دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه