ويب ډيسک
«له پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم بنسټ اعلان کړی چې ټاکل شوې په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.
دغه بنسټ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې دا کمپاین به دوشنبه، د غويي پر ۱۰مه د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شي.
له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ له هېوادوالو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین د څاڅکو ترڅنګ «ویټامینA» هم ورکړي. دا ویټامین د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو معافیت زیاتوي.
د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.
که څه هم ط.ال…بان په هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو ادعا کوي؛ خو د روغتیا نړۍوال سازمان روان زېږدیز کال په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.


