پښتو جرنل
د مارچ له ۲۹ نیټې نه پیل کیدونکی د پولیو ضد کمپائن د پیرامیډیکس سازمان له لورې د کار بندیز لکبله ځنډول شوی ـ
او به د وو ورځنی کمپائن د اپریل میاشتې په څلورمه نیټه پیلیږی ـ یاد دې وی چې په بلوچستان ایالت کې د روان کال لومړي د پولیو پیښه هم رامنځته شوې ـ
تېر کال په یاد ایالت کې د پولیو پنځویښت پیښې رامنځته شوې وې ـ د پولیو په ضد کارمندان او چارواکی د دې پیښو لامل د ګڼ شمېر خلکو له لورې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه ورکول بولی ـ د چارواکو په وینا د پولیو ضد تېر کمپائن کې یوازې په کوټه ښار کې څلویښت زره نه زیاتې کورنیو خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو نه ډډه کړې وه ـ کوم چې د پولیو ویروس د نه ختمیدو سبب ګرځی ـ


