یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اوکراین کړکېچ د څېړلو...

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اوکراین کړکېچ د څېړلو لپاره بېړنۍ غونډه راوبولي.

ويب ډیسک

ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه فوق العاده ناسته کې د اوکراین د کړکېچ په اړه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو په ګټه تصویب کړ.

 

د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې امریکا او البانیا معرفي کړی، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو «عمومي اسمبلۍ» د اوکراین کړکېچ د څېړلو لپاره بېړنۍ غونډه راوبولي.

 

د غونډې غوښتنه لویدیځو هېوادونو کړې، اوکراین ته د روسیې د پوځي جارحیت په اړه په عمومي اسمبلۍ کې د ۱۹۳ هېوادونو د دریځ غوښتنه کړې. ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ غونډه ترسره شي.

 

روسیې دې پرېکړه لیک ته د نه رایه ورکړه او د متحده عربي اماراتو، چین او هند درې هېوادونو په بې ساري توګه رایه ورکړه.

 

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار کړی چې روسیه د اوکراین کړکېچ د څېړلو لپاره په غونډه کې «ویټو» نه شي کارولی.

 

د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د عمومي اسمبلۍ پرېکړې د ویټو وړ نه دي.

 

هغه د اټومي وسلو د کارولو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونې هم خورا خطرناکې وبللې.

 

امریکايي استازي زیاته کړه: نړۍ په اوکراین کې د روسیې چلند څاري او ټینګار کوي چې «موږ به روسیه ته اجازه ورنکړو چې د اوکراین په خاوره کې جنګي جنایتونه وکړي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه