راپور : رشید خان
په کرم والسوالۍ کې د ډزو په بیلابیلو پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۲ ته رسېدلی او ۱۳۸ ټپیان شوي دي، په بیلابیلو سیمو کې نښتې دوام لري.
د پولیسو او روغتون سرچینو له مخې د کرم والسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د قبایلو ترمنځ نښتې روانې دي.
د ډزو په تازه پېښو کې د دواړو خواوو دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د نومبر په ۲۱مه د لوئر کرم د مندورۍ او اوچت په سیمه کې د پاراچنار د مسافرو په موټرو د ډزو په پېښه کې یو بل ټپي محمد علي سا ورکړه.
په دې توګه په یادو موټرو د ډزو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۵۲ ته رسېدلی دی.
په همدې ډول د تېرو اوو ورځو په جریان کې د کرم والسوالۍ د ډزو پېښو کې ټولټال ۱۰۲ کسان وژل شوي او ۱۳۸ ټپیان دي.
د پېښور او پاراچنار ترمنځ لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده ده، او انټرنیټ او موبایل سروس هم بند کړل شوی دی.
په کرم والسوالۍ کې د نښتو او د تیلو د کمښت له امله ټول تعلیمي ادارې تړل شوې دي.
د کرم والسوالۍ د قامي اسمبلۍ غړی انجینئر حمید حسین ویلي چې د لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو، تېلو او درملو د رسولو مخه نیول شوې، چې له امله یې د خلکو ستونزې زیاتې شوي دي.
هغه غوښتنه وکړه چې لارې دې خلاصې او خوندي شي.
له بلې خوا، د کرم والسوالۍ مرستیال کمشنر جاوېد الله محسود ویلي چې له کوهاټ ډویژن څخه د ستر امن جرګې غړي کرم ته رالېږدول کېږي، چې د سولې د ټینګښت لپاره د دواړو خواوو له مشرانو سره خبرې وکړي.


