ويب ډیسک
اوکراین پر سر له لویدیځ سره د مسکو د ټینګار په ترڅ کې، د روسیې ولسمشر د دغه هېواد اټومي ځواکونو ته د درېدو امر کړی.
هغه دا حکم نن یکشنبه د حوت په اتمه نیټه د سرګي شویګو د دفاع وزیر او ګراسیموف د روسیې د پوځ د مشر سره په لیدنه کې صادر کړ.
په اوکراین کې نښتې اوس څلورمې ورځې ته ننوځي او د اوکراین ځینو لویو ښارونو ته د روسي پوځیانو د ننوتلو مختلف راپورونه لا هم په رسمي ډول نه دي تایید شوي.


