یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسيه: امريکا او د هغه ملګري هېوادونه د اوکراين د بحران له...

روسيه: امريکا او د هغه ملګري هېوادونه د اوکراين د بحران له حل سره علاقه نه لري

ويب ډیسک

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا د فبرورۍ پر ۲۶ مه نېټه د اوکراين د وضعيت په اړه ويلي، چې ناټو ديالوګ نه غواړي،

د اروپا د امنيت د پياوړتيا نيت يې نه دی ښودلی او پلان لري، چې اوکراين ته هوايي دفاعي سيستم او نورې وسلې ورکړي، له دې څخه څرګنديږي، چې امريکا او د هغه متحدین د اوکراين د روان بحران له حل سره علاقه نه لري.

د امريکا خارجه وزير انتوني بلينکن په همدې ورځ اعلان وکړ، چې امريکا به له اوکراين سره د ۳۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وکړي، څو په دغه هېواد کې د روسيې د پوځي عملياتو مخه ونيول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه