ويب ډیسک
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د اوکراين کړکيچ په هکله يوه اعلاميه خپره کړه.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې طالبان د اوکراين وضعيت له نژدې څاري او په جګړې کې د ملکيانو مرګ ژوبلې ته پاملرنه کوي.
دوی له روسيې او اوکراين څخه غوښتنه وکړه، چې زغم او سړه سينه وساتي او د جګړې د شدت لپاره پوځي عمليات پای ته ورسوي.
افغانستان بې طرفه تګلاره غوره کړې او د جګړې پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی، چې د خبرو اترو او مشورو له لارې اوسنی کړکېچ حل کړي او په اوکراين کې د افغان محصلينو او مهاجرينو امنيت تامين کړي.


