دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانوله روسيې او اوکراين څخه د اوسني کړکېچ او بحران د سوله...

طالبانوله روسيې او اوکراين څخه د اوسني کړکېچ او بحران د سوله ييز حل غوښتنه وکړه

ويب ډیسک

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د اوکراين کړکيچ په هکله يوه اعلاميه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې طالبان  د اوکراين وضعيت له نژدې څاري او په جګړې کې د ملکيانو مرګ ژوبلې ته پاملرنه کوي.

دوی له روسيې او اوکراين څخه غوښتنه وکړه، چې زغم او سړه سينه وساتي او د جګړې د شدت لپاره پوځي عمليات پای ته ورسوي.

افغانستان بې طرفه تګلاره غوره کړې او د جګړې پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی، چې د خبرو اترو او مشورو له لارې اوسنی کړکېچ حل کړي او په اوکراين کې د افغان محصلينو او مهاجرينو امنيت تامين کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه