د افغانستان ستره محکمه: په پنځو کلونو کې نږدې ۸ لکه قضیې څېړل شوې دي

0
73

د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د هېواد په بېلابېلو محکمو کې ۷۹۷ زره او ۶۷۸ قضیې څېړلې او په اړه یې پرېکړې کړې دي.

د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصور احمد حمزه د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۷۲۳ زره او ۵۳۰ شرعي اسناد هم صادر شوي دي. په دغو اسنادو کې نکاح‌لیکونه، قبالې، د زوجیت اسناد او نور اړوند حقوقي سندونه شامل دي.

حمزه ویلي، د قضیو د څېړلو پر مهال د اسنادو او شواهدو ارزونې ته پاملرنه شوې او هڅه شوې چې د ښکېلو لورو حقونه د شرعي اصولو له مخې په پام کې ونیول شي.

د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د مشر د فرمانونو او د سترې محکمې د رئیس شیخ عبدالحکیم حقاني د لارښوونو له مخې، ۱۶ زره او ۴۶۸ بندیان له بښنې برخمن شوي او د ۱۱ زره او ۱۵۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

سترې محکمې زیاته کړې، چې د قضايي خدمتونو د ښه والي، د اسنادو د کره‌والي او د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

د محکمې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې یوازې عمومي قضیې نه، بلکې د کورنیو، ځمکو او ملکیتونو او نورو شرعي چارو اړوند دوسیې هم څېړل شوې دي.

دا شمېرې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د افغانستان د قضايي ادارو د فعالیتونو په اړه د سترې محکمې له لوري وړاندې شوي معلومات دي.