په کینیا کې افغان کډوال د خپلو پناه غوښتنې قضیو د ژر څېړلو غوښتنه کوي

0
135

په کینیا کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې له سختو اقتصادي، حقوقي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او له ملګرو ملتونو او د کینیا له چارواکو غواړي چې د دوی د پناه غوښتنې او کډوالۍ قضیو ته په بیړني ډول رسېدنه وکړي.

د راپورونو له مخې، د اګست په ۲۴مه د کینیا په پلازمېنه نیروبي کې د هزاره ټولنې له لوري یوه غونډه جوړه شوې وه چې د کینیا سیمه‌ییزو چارواکو، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازو او د کینیا د مدني ټولنې د یو شمېر سازمانونو استازو په کې ګډون کړی و.

په غونډه کې افغان کډوالو له اړوندو چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازو وغوښتل چې د دوی د پناه غوښتنې دوسیې وڅېړي او د هغو کډوالو ستونزې حل کړي چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو قضیو د برخلیک په تمه دي.

د کینیا یوه افغان کډوال، محمد خالد حاجي‌زاده، اکسوس ته ویلي چې اوس مهال شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ افغان کورنۍ په نیروبي کې ژوند کوي.

د هغه په وینا، یو شمېر نور افغان کډوال د کینیا په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي؛ ځینې یې په کمپونو او ځینې نور په ازاد ډول، خو له سختو شرایطو سره ژوند کوي.

حاجي‌زاده وايي، په غونډه کې د افغان کډوالو د نوم‌لیکنې، د اسنادو ترلاسه کولو، د خوندیتوب او ساتنې، اساسي خدماتو ته د لاسرسي، د کورنیو د یوځای کېدو او د کډوالو د قضیو د بیاکتنې په اړه خبرې وشوې.

د هزاره ټولنې استازو ویلي، ډېری افغان کډوال د امنیتي اندېښنو او سختو شرایطو له امله خپل هېواد پرېښی او کینیا ته تللي دي، خو اوس هلته هم د کډوالۍ د قانوني وضعیت، اسنادو او د خپلو کورنیو د راتلونکي په اړه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ګډونوالو ټینګار کړی چې افغان کډوال ځانګړي امتیازات نه غواړي، بلکې غوښتنه یې دا ده چې د دوی قضیې په شفاف، عادلانه او د بشري او قانوني اصولو له مخې وڅېړل شي.

دوی له UNHCR او د کډوالو د ملاتړ له نورو بنسټونو وغوښتل چې په کینیا کې له افغان کډوالو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، د زیان‌منو کورنیو ملاتړ وکړي، د اسنادو او نوم‌لیکنې ستونزې حل کړي، د کورنیو د یوځای کېدو بهیر اسانه کړي او کډوالو ته د اړینو خدماتو او ټولنیز ملاتړ زمینه برابره کړي.

حاجي‌زاده زیاتوي چې د درېیو غیر دولتي سازمانونو په همکارۍ په کینیا کې د افغان کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو محدود فرصت برابر شوی، خو د ډېرو کورنیو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.

د هغه په وینا، هغه افغان کډوال چې د اروپايي هېوادونو، متحده ایالاتو او کاناډا ته د انتقال په تمه دي، لا هم د خپلو دوسیو د برخلیک په اړه له نامعلوم وضعیت سره مخ دي.