د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د اسلاماباد په پمز روغتون کې د نوي زېږېدلو ماشومانو په څانګه کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ ماشومان مړه شوي دي.
د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، اور هغه مهال ولګېد چې د څانګې د هوا سړولو دستګاه کمپرسور وچاودېد. د ژغورنې ډلې د اور د مړ کولو لپاره سیمې ته رسېدلې دي.
د روغتون د سرچینو په وینا، د پېښې پر مهال په نوموړې څانګه کې ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان موجود وو، چې یوه ډاکټره وتوانېدله یوازې یو ماشوم وژغوري.
د پېښې د لاملونو او نورو جزیاتو په اړه لا د اړوندو ادارو له لوري نور معلومات نه دي ورکړل شوي.


