سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالباقي حقاني:د افغانستان د تحصيلي بنسټونو کمزوري کول د هيچا په ګټه...

عبدالباقي حقاني:د افغانستان د تحصيلي بنسټونو کمزوري کول د هيچا په ګټه نه دي٠

ویب ډیسک

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني د امنيت شورا لخوا د نوموړي پر سفر د بنديزونو دوام ته په غبرګون کې وويل چې ورته اقدامات نشي کولاى چې د افغانستان مشکل حل کړي٠
هغه نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د افغانستان د تحصيلي بنسټونو کمزوري کول د هيچا په ګټه نه دي٠
ملګرو ملتونو د جون په ۲۰(غبرګولې ۳۰) د پوهنې وزارت سرپرست معین، سعید احمد شهید خېل او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي بصیر شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی، د سفر لنډمهاله معافیت لغو کړ.
په ملګرو ملتونو کې دیپلوماتیکو منابعو د نوم د نه ذکر کولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه بندیزونه په افغانستان کې پر نجونو او ښځو باندې د طالبانو له لورې د سختو محدودیتونو د وضع کېدو په غبرګون کې لګول شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جون ۲۳ (چنګاښ لومړۍ) په یوې اعلامیې کې د طالبانو حکومت د کابینې پر دوو غړو بندیزونه د اندېښنې وړ بللي و٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه