دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنظام الدین قیصاري هم هېواد ته ستون شوي

نظام الدین قیصاري هم هېواد ته ستون شوي

ويب ډیسک

د نظام الدین قیصاري په نامه چې د جنبش ملي ګوند یو له قوماندانانو څخه دی، د طالبانو په بلنه کابل ته ستون شوی دی.
نظام الدین قیصاري د مارشال عبدالرشید دوستم پورې اړوند د جنبش ملي ګوند غړی دی چې د پخواني حکومت په وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د ولسي پاڅونونو د ډلې قوماندان هم و.
هغه وخت چې نظام الدین د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د پولیسو قوماندان و، د پخواني حکومت له خوا ونیول شو او د دوستم په منځګړيتوب بیا بیرته خوشې کړای شوی و.
د یو شمیر رپوټونو په حواله د پخواني حکومت تر سقوط وروسته قیصاري د مزار شریف ښار په اطرافو کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.
په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و، لیدل کیدل چې قیصاري زولانه شوی وو او د یوه رنجر موټر په شا کې د طالبانو له خوا کوم ځای ته انتقالیږي. خو لږ وخت لا تیر نه و چې هغه له بنده خلاص او ایران ته یي پنا یوړله.
د طالبانو حکومت د یو شمیر پخوانیو چارواکو او سیاسي څیرو چې له افغانستان څخه وتلي دي، د بلنې له پاره یو ځانګړی کمیسیون رامنځته کړی دی. تر اوسه پورې د افغانستان د پخواني حکومت څو تنه جګپوړي چارواکي د دې کمیسیون په بلنه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ویل کیږي چې طالبان غواړي د «لویې جرګې» تر عنوان لاندې د افغانانو یوه لویه غونډه راوبلي. تر اوسه پورې د دې جرګې او هغو موضوعاتو په اړه چې ټاکل شوې ده په دې غونډه کې به یې په اړه پریکړه وشي جزئیات نه دي ورکړل شوي. طالب مسئولینو هم په دې اړه څه نه وایي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه