دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن وايي،له امریکا سره ابدي دښمني نه لرو

افغان واکمن وايي،له امریکا سره ابدي دښمني نه لرو

ویب ډیسک

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې عربي خبري شبکې سره مرکه کې ټینګار کړی، چې هېڅ دښمني تلپاتې نه ده او امریکا سره هم ابدي دښمني نه لرو.

 

نوموړي په دې مرکه کې ټینګار کړی، چې امریکا سره د دوحې له تړون وروسته یې دریځ بدل شوی او ټولې نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.

 

طالبان داسې مهال نړۍ، په ځانګړې توګه امریکا سره د خپلو رسمي اړیکو پر ټینګېدو تأکید کوي، چې د نیویارک ټایمز د وروستي راپور له مخې د دواړو لوریو ترمنځ د راکړې ورکړې ډيپلوماسي هم شروع شوې ده.

 

طالبانو د یوه امریکايي بندي آزادول او په بدل کې یې د طالبانو د حقاني شبکې پر مشر او د یادې ډلې د کورنیو چارو پر وزیر ایښې جایزې لغوه کول مهم سیاسي پرمختګ بللی دی.

 

له دې سره یو شمېر هندي رسنیو راپورونه ورکړي، چې ښايي امریکا په کابل کې خپل قونسلي او سفارتي فعالیتونه هم پیل کړي. تراوسه کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانېستو په اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.

 

د کارپوهانو په باور طالبان تېرې دوه لسیزې په افغانستان کې داسې مهال د اسلامي جمهوري نظام پر وړاندې وجنګېدل او په سلګونو زرو افغانان یې ووژل چې ادعا یې کوله دغه هېواد کې بهرني ځواکونه شته او له «کفري» نړۍ سره اړیکې لري.

 

د کارپوهانو په باور امریکا غواړي په سیمه او نړۍ کې د خپلو ګټو او امریکا ته د ورپېښو امنیتي خطراتو د له منځه وړلو په موخه طالبانو سره تعاملات پراخ کړي.

 

له دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه ستایلې او ټینګار یې کړی که کله ورته امر شوی، ډېر ښه یې منلی دی.

# #Afghanistan #KBL #Doha #US

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه