ویب ډیسک
د ټاپي پروژې د امنیت په برخه کې له طالبانو څخه د مرستې غوښتنې په امریکا کې بیلابیل غبرګونونه پارولي دي.
څه موده مخکې یوشمیر امریکایي رسنیو خبر ورکړی و چې جوبایډن په افغانستان کې د هغې طرحې ملاتړ کوي، چې پراساس یې له افغانستان څخه د ترکمنستان د کازو د تیرېدونکې نل لیکې امنیت ساتلو په بدل کې به طالبانو ته حق العبور ورکول کیږي.
خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم وروسته په دې موضوع غبرګون ښودلی او وایي د امریکا متحده ایالات ، ترکمنستان ته د طالبانو د سفر په برخه کې هیڅ نقش نه لري او حکومت د دې پروژې مستقیم مالي ملاتړ هم نه کوي.


