ویب ډیسک
طالبانو خبرداری ورکړ چې که امریکایي ځواکونه په ټاکل شوې نېټه له افغانستان څخه بهر نه شي،نو پرضد به یې جګړه پیل کړي.
طالبانو د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغو څرګندونوته په غبرګون چې وایي،ښایي امریکایي ځواکونه له مې میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي ویلي، که امریکا دا کار کوي،نو د دوحې توافقنامې ښکاره سرغړونه ده او هر ډول مسوولیت به هم د هغوی پرغاړه وي.
طالبان وایي، دوی د دوحې توافقنامې ته ژمن دي او له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لري او باید اجازه ورنه کړل شي چې روانه جګړه نوره هم اوږده شي.
طالبان وایي افغانستان کې د نظام جوړول خپله د افغانانو کار دی او څوک پرې کوم ډول نظام نشي تحمیل کولای.


