سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتوماس ویسټ : افغانان دې پخپلو کې خبرې وکړي

توماس ویسټ : افغانان دې پخپلو کې خبرې وکړي

ويب ډيسک

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ، د افغانستان د مشرانو جرګې له پخواني مشر فضل هادي مسلمیار سره ټیلفونې خبري کړي.

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په خبرو کې د افغانستان له خلکو وغوښتل شول چې ښځې او نجونې باید بیرته ښوونځیو او زده کړو ته وروګرځي او د هغوی د هېواد راتلونکې لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو پر اړتیا خبرې وشوې.»

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د کړکیچ نړېوالې ډلې په خپل یوه وروستي رپوټ کې افغانستان کې د بشري مرستو له کمېدو خبرداری ورکړی.

د رپوټ په وینا د دې مرستو کمېدو ترټولو ستر زیان افغان ښځو ته اوړي او همدا اوس شاوخوا ۱۱،۶ میلیونه افغان میرمنې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه