ويب ډيسک
د افغانستان حکومت وايي، په پکتیکا ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
پاکستاني پوځيانو د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په څلورو سيمو کې بمباري کړې ده.
هغه زياته کړه، چې په دغه مرګوني بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٦ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د افغانستان حکومت ملي دفاع وزارت هم د سه شنبې په ورځ ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د پکتیکا ولایت پر کلیو بمباري تایید کړې او په کلکه یې غندلې ده.
دغه وزارت ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ په هغو کلیو بمباري کړې، چې د “وزیرستان کډوال” په کې اوسېدل.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پاکستان حملې به بې ځوابه پرې نه ږدي.


