دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید طراح...

د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید طراح ونیول شو

ويب ډیسک

د کورنيو چارو وزارت له لورې خپور شوي خبر کې وئیل شوي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د پینځمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید د طرحې او سازماندهي په تړاو د طالبانو یو مخکښ غړی نیولی دی.

په دې عملیاتو کې د توغندیز برید د طراح د نیول کېدو سربېره، درې تنه نور هم نیول شوي دي.
یادې ډلې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په پغمان ولسوالۍ کې د ترورېستي بریدونو په طرحې او سازماندهۍ کې فعال نقش درلود.
له نیول شویو کسانو څخه دوه سیټه موبایلونه او یو شمېر اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه