پښتو جرنل
د افغانستان پخواني ولسمشر په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د د نوي تعلیمي کال د پیل هرکلی کوي او د مکتب زنگ د نویو هیلو د غوړیدو غږ بولي.
پخوانی جمهور رئیس د هیواد د بچیانو، نجونو او هلکانو د علم زدهکړه، د هیواد د پرمختګ، قوت، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي گڼي.
حامد کرزی ټینګار کوي چې له تعلیمه د نجونو محرومیدل او د ښځو د کار بندیز به مو ولس ورځ تر بلې د لاډیرې ناتوانۍ او ضعف سره مخامخ کړي او ددې حالت دوام به د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان راپیښ کړي.
پدې اساس غواړي چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانیستل شي او ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي، څو گران هیواد مو د ترقۍ پر لار روان شي.
پخوانی جمهور رئیس یوار بیا د نوي تعلیمي کال مبارکي وایي او له ټولو زدهکوونکو غواړي چې له هرې ممکنې لارې د علم زدهکړه وکړي او ځانونه عالي علمي درجاتو ته ورسوي.


