یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيد ای‌پي‌اېل سیالیو پیل؛ عمرزي او نوین‌ الحق په درېیمه ورځ ښه...

د ای‌پي‌اېل سیالیو پیل؛ عمرزي او نوین‌ الحق په درېیمه ورځ ښه توپ‌اچونه وکړه

ويب ډیسک

د هند سوداګریزو سیالیو په درېیمه ورځ لوبو کې ګجرات لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان الرونډرعظمت‌الله عمرزي پر مټ د لوبې بریا خپله کړه او نوین ‌الحق هم د خپلې لوبډلې په ګټه دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند سوداګریزو سیالیو په درېیمه ورځ لوبو کې پرون یکشنبه د مارچ ۲۴مه دوه لوبې ترسره شوې چې لومړۍ لوبه د راجستان رایلز او لکنو سوپر جېنټس کې افغان لوبغاړي نوین الحق د خپلې لوبډلې په ګټه دوه لوبغاړي وسوځول.

نوین الحق په څلورو اورونو کې د راجستان دوه لوبغاړي وسوځول او ۴۱ منډې پرې وشوې.

ګجرات ټایټنز د ممبی انډینز سره په لوبه کې لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان الرونډرعظمت‌الله عمرزي پر مټ د لوبې بریا خپله کړه، نوموړي دوه لوبغاړي وسوځول او ۱۷ منډې يې جوړې کړې.

د ګوجرات لوبډلې چې عظمت الله عمرزي او راشد خان يې برخه دي د ممبی انډینز لوبډلې ته د ۶ منډو په توپير ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مینوالو ته ښه خبره دا و چې په دې لوبو کې د نړۍ مشهور افغان لوبغاړی راشد خان او عظمت الله عمرزی د ګجرات لوبډلې په ګټه لوبې ته غوره شوي وو.

د یادولو ده چې ګجرات لوبډله کې د افغانستان نور احمد لکڼوال او ممبي کې محمد نبي عیسی‌خېل هم دي، خو دی په لوبه کې ونه لوبول شول.

د هند غوره لیګ سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شوې چې سږکال پکې اته افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه