ويب ډیسک
له خصوصي سکتور سره د برېښنا د تولید او ساختماني پروژو په برخه کې د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
په دې پروژو کې چې تړونونه یې لاسلیک شوي، د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلو بند کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژه، چې د ۲۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، د ۷۷ ترکي او یوه داخلي شرکت له خوا په ګډه د ۱۸ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي.
د برېښنا شرکت مسوولین وايي، په دې بند کې تولید شوې برېښنا به د لومړيو شلو کلونو لپاره د برېښنا شرکت له لوري پېرل کېږي، چې وروسته به په فعاله بڼه د برېښنا شرکت ته وسپارل شي.
په ورته مهال په هرات کې د هاشمي پله سب سټېشن او د ۴۰ میګاه واټه برېښنا په ظرفیت د دوو نورو ګرځنده سب سټېشنونو د جوړولو پروژه او له نور الجهاد سب سټېشن څخه تر هاشمي پله پورې د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد لین پروژې هم د ۲۴.۵میلیونه ډالرو په لګښت د دوه کورنیو شرکتونو له لوري جوړېږي.
پر دغو پروژو سربیره د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون کې د یو شمیر نورو ساختماني پروژو تړونونه هم له ځینو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.


