دهند دنومیالیو پښتنو په لړ کې داځل یو ستر نومیالی افغان پښتون درپیژنم چې دده اصلي نوم پيرخان و، خو وروسته ده ته دمغولي واکمن نورالدین جهانګیر له خواد خان جهان لقب ورکړل شوی و.
پيرخان ( خان جهان لودي ) دمسند عالي دولت خان لودي زوی، دعمرخان لمسی، دشیرخان کړوسی او دملک احمد لودي کودی دی.
دده نیکونه په هند کې دلودي پښتنوواکمنانوپه وخت کې دهند په جنوب ( دکن) کې حکمرانان تیرشوي ول.دده پلار مسندعالي دولت خان لودي دهند ددریم مغولي واکمن جلا ل الدین محمداکبر په دربار کې دقدر وړشخصیت ګڼل کېده او دګوجرات او سندپه جګړو کې یې هم له ځانه زړورتیاښودلې وه او په (۱۰۱۰) لیږدیز /هجري کال کې شهزاده دانیال داکبر پاچا زوی مشاور ( مشیر) ټا کل شوی واو وروسته دمسند عالي په لقب هم ویاړل شوی و، خو دی د(۱۰۱۰ لیږدیز/هجري) کال دشعبان دمیاشتې په ( ۲۸ ) نېټه د(۵۲ ) کلونو په عمر له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې .
ددې لپاره چې د پیرخان ( خان جهان لودي ) پلار مسندعالي دولت خان لودي داکبرپاچا په وخت کې ددربار له مقربینو او نږدې کسانو نه ودده دزوی شهزاده دانیال دمهربانۍ وړهم ګرځیدلي و او دهغه په دربار کې مشاور و، نو دهغې په وجه شهزاده دانیال دده پر زوی پیرخان( خان جهان لودي ) هم مهرباني او لوریېنه درلودله.
کله چې جهانګیر دهنددمغولي سلطنت پر ګدۍ کښیناست خان جهان لودي یې له برهانپوره راوغوښت او ده ته یې دصلابت خان لقب ورکړاو د دوه زریز پوځ په منصب یې وګوماره. جهانګیر دکابل په سفر کې هم دی له ځانه سره ملګری کړ او وروسته چې کله جهانګیر دکابل له سفره راستون شو او لاهورته ورسید نوده ته یې دپنځه زریزو پوځونو منصبداري ورکړه او د( خان جهان لودي ) خطاب او لقب یې ورکړ.همداراز جهانګیر ، خان جهان لودي په (۱۰۱۹لیږدیز/هجري ) کال کې ددکن دچارودسمبالولو لپاره هغه ځای ته ولیږه. ورپسې جهانګیر ، خان جهان لود ي ته په ( ۱۰۲۱ لیږدیز /هجري) کال کې دهند په جنوب (برار) کې دهغه ځای حکمراني ورکړه او دجهانګیر ددربار دلوړو او معززو شخصیتونوپه ډله کې وشمېرل شو.
تر هغه وروسته د جهانګیر زوی شهزاده خرم ( شاه جهان ) او دهغه وخت لوی او مشر وزیر( صدراعظم ) آصف خان د خان جهان لودي په وړاندې کینه اوکرکه پیداکړه اودواړه په دې لټه کې شول چې دی له پښو وغورزوي . ددې لپاره چې خان جهان لودي یو پوه ، هوښیاراو زړه ور انسان و او ډیر نامتو افغانا ن یې پر ځان راټول کړي ول او کله چې په دې پوه شو چې شهزاده خرم ( شاه جهان ) او مشر وزیر ( آصف خان) دده دګوښه کولو په لټه کې دی اوشاه جهان غواړي چې دخپل پلار تر مړینې وروسته پاچا هي ترلاسه کړي نو ده هم دنورو افغانانو په مرستې کوښښ وکړ چې د شا هجهان ورور شهزاده پرویز پیاوړی کړي چې هغه دسلطنت چارې په لاس کې واخلي.په دغه وخت کې خان جهان لودي دخپلونقشو په جوړولو لګیا و چې لومړي په ( ۱۰۳۷ لیږدیز/ هجري ) کال کې شهزاده پرویز او بیا جهانګیر له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې اودخان جهان لودي ستر حریف اودښمن ، شهزاده خرم ( شاه جهان ) دخپل پلار جهانګیرپر ځای دهند واکمن شواو په دې ډول د خان جهان لودي ټولې نقشې نیمګړې پاتې شوې .
شاه جهان دآصف خان په تحریک او سپارښتنې لومړی خان جهان لودي دبرهانپور دحکومته لیرې کړاو مالوې ته یې بدل کړ او هم یې ورته وویل دهغو کسانو په وړاندې به جنګیږې چې دمغولي سلطنت دښمنان دي .
وروسته بیا شا جهان دی خپل دربار ته ور وغوښت .ددې لپاره چې خان جهان لودي دجهانګیر په وخت کې اووه زریز منصب اوداووزرود یو ه اودوه آسونو درلودونکي پوځ منصب یې درلود او د دکن دسیمې دڅلورو سوبوحکمران و دمغولي دربارپه دې ناوړو حرکتونو پوه شو او په څرګنده اوښکاره ډول یې د مغولي دربار په وړاندې بغاوت او سرکښي وکړه او په ( ۱۰۳۹ لیږدیز/هجري کال) یې دشاه جهان په وړاندې دبغاوت اعلان وکړ .
شاه جهان دشلو زرو پوځونوسره د خان جهان لودي پر پوځونو بریدوکړ اودچمبل ددریاب پورې خوا ددواړوپوځو نو تر مینځ خونړی اخ او ډب رامینځ ته شو. دمغولي پوځ په وړاندې دخان جهان لودي دپوځونو شمیر خورا لږ و ، خو سره له دې هم ده مقاومت وکړ او په دې جګړه کې دخان جهان لودي دوه زامن عظمت خان او حسین خان او دده نور نږدې خپلوا ن ووژل شول او دولت خان لودي دچمبل ددریابه تیرشو اوپه دولت آباد کې تم شو.ددې لپاره چې دشاه جهان پاچا سرتېسرو ونه شول کولی چې د خان جهان لودي دپوځونوپه وړاندې مقاومت وکړی نو په همدې کال یې دډیرو نوروپوځونوسره دخان جهان لودي پرپوځونو برید وکړ په داسې حال کې چې دخانجهان لودي دپوځونوشمیر دوه زره تنه وو، دشا جهان دپوځونو په وړاندې په میړانې سره وجنګید .
په دغه وخت کې نو رافغانان او جنګي افسران چې دمغولوپه پوځ کې وو پر خپل مشر خان جهان لودي غیرت وکړ او دمغولو له پوځونو نه یې ځانونه وکښل او ددولت خان لودي په ملا تړ دده د دپوځونو سره یوځای شول .په دغو افغاني پوځیانو کې چې دمغولو د پوځ دنده یې پرېښودله دلاندنیو کسانو نومونه اخیستلی شو: ایمل خان ، بهادرخان ،سکندر خان دوتاڼي. بهلول میا ڼه ، یوله هغو نامتو اوزړوروافغانانو نه چې ترپایه دخان جهان لودي سره دمغولو پر خلاف دجګړې ملګری و هغه دریاخان روهیله وچې دمغولو په پوځ کې یې څلورزریز منصب درلوداو په برهانپور کې دشاه جهان مغولي دپوځونو نه جلا اودخانجها نلودي دپوځ سره یوځای شو . دغه زړور افسر په پای کې دمغولو سره په جګړه کېپه ( ۱۰۴۰ لیږدیز/هجري ) کال کې په جګړه کې شهید شو او په دې توګه خان جهان لودي خپل یو زړورکما نډر او پوځی افسر له لاسه ورکړ .همدارازدده او دمغولوتر مینځ په ډېرو جګړو کې خپل ډیرشمیرپښتانه پو ځیان له لا سه ورکړل او دده پوځ هم کمزوری شو .په وروستیوکې دده پوځ کې شل تنه له ده سره ملګري وواو نور ټول وژل شوي وو. په بای کې دشاه جهان پوځو نو په جګړه کې دي شهیدکړ او شاه جهان امر وکړ چې دتورو دعبرت لپاره دده ککرۍ په نیزه کې دشا ه جهان آباد( ډیلي ) په لارو او کوڅو کې دخلکو دنندارې لپاره وګرځوي ، چې همداسې یې هم وکړل.په دې توګه د هند پښتنو خپل یو اتل بچي له لاسه ورکړ .
حانجهان لودي سربیره پردي چې یو زړور انسان و په پو ځي تاکتیکونو او مهارتونو هم ښه پوهیده . دی په اداري او سیاسی چارو کې یو تکړه اوپوه سړی و . ده دعالمانو ، لیکوالو ، شاعرانو اوتاریخپوهانو قدر کاوه همداسبب و چې په ده یوه پښتون ته چې هیبت خان کاکړ نومید داسپا رښتنه وکړه چې افغانستان ته لاړشي او دپښتنو دانسابو او شجرو په اړوندکره معلومات راغونډ کړي . کله چې هیبت خان کاکړله افغانستانه بېرته راهند ته راستون شو نودده راغونډشوي معلومات یې دهغه وخت تاریخپوه خواجه نعمت الله هروی دخواجه حبیب الله زوی ته چې په غالب ګومان نورزی پښتون و په واک کې ورکړل چې پرې یو تاریخ ولیکي چې وروسته دغه تاریخ دمخزن افغاني په نامه ونومول شو چې دغه تاریخ په څو نورو نومونو هم یادیږي لکه تاریخ خان جهاني ، مرا ةا لافاغنه ، تاریخ افغاني ،تاریخ افغا نیان او اصل ونسب افغانان ، .دا کتاب په ۱۹۶۰ زیږدیز / میلادي کال د بنګله دیش دډاکې دپو هنتون له خوا دډاکټر امام الدین په مرسته چاپ شوی دی.خطي نسخې یې دنړۍ دبېلا بېلو هیوادونوپه کتابتونو کې خوندي دي خطي نسخې یې دهنددرامپور په کتابتون ،دپاکستان دپنجاب په شیراني کلیکشن کې، دډیلې دانجمن ترقي اردو په کتابتون کې ، دډیلي دجا معه ملیه اسلامیه په کتابتون کې، دډیلي دجامعه همدرد په کتابتون کې شته.دایران په ځینو کتابتونونو کې یېهم خطي نسخې پیدا کیږي. .همدارازروسیي الا صله آلماني لیکوال پر وفیسربرنارد ډورن(Bernhard Dorn )دغه کتاب په انګریزي ژبه ژباړلی او په (۱۸۳۹ زیږدیز /میلادي ) کال په لندن کې History oF Afghan په نوم چاپ شوی دي.دغه کتاب په پاکستان کې هم په اردوژبه ژباړل شوی اوچاپ شوی دی.
په دې کتاب کې دافغانانو ددودیز ې شجرې سربیره دخان جهان لودي ژوندلیک هم راغلی دی . په دې کتاب کې دهنددلودي واکمنانو، سوري پښتنو او دمغولي واکمن جهانګیر دواکمنۍ دلومړیولسو کلونو یادونه هم شوې ده. که خدای کول زه به دمخزن افغاني پر تاریخي کتاب یوه جلا لیکنه وکړم.
——————————————————————
ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیومنابعوآوآثارونه ګټه اخیستلې ده .
۱-تاریخ نویسي فارسي درهندوپاکستان ،دډاکټرآفتاب اصغر تالیف ، دلاهور چاپ . ۱۳۶۴ لمریزکال.
۲-نهضت های آزادي خواهي افغان، پوهاند عبدالحی حبیبی
آریانا بهمن 1328 شماره 85
۳-ویکیجو ، دانشنامه آزادپارسي ، تاریخ خان جهانی و مخزن افغانی
۴-فهرست نسخه خطې فارسي کتابخانه جامعه همدر ، دهلي۱۹۹۹
۵- فهرست نسخه های خطي فارسي جامعه ملیه اسلامیه ،دهلي ۱۹۹۹
۶- فهرست نسخه های خطي فارسي،کتابخانه انجمن ترقي اردو ،دهلي ،۱۹۹۹


