ويب ډيسک
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وزیر ندا محمد ندیم وایي، چې د پوهنتونونو لپاره یې نوی نصاب ترتیب کړی او دا مهال د تصویب لپاره د «ط» د وزیرانو شورا پر میز دی.
ندیم چې د کار د ملي کنفرانس تر نامه لاندې یې د «ا.ا» په منځ کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د پخواني حکومت مضمونونه له منځه وړل شوي او د کار بازار له مخې نوی نصاب ترتیب شوی دی.
له میاشتو راهیسې، په افغانستان کې د ښوونیز او اکاډمیک نصاب د ترتیبولو په اړه د بشري حقونو جدي اندیښنې راپورته شوي.
تر دې وړاندې ویل شوي چې «ط» هڅه کوي له ښوونیز او تحصیلي نصاب څخه د عصري ټکنالوژۍ، عصري علومو او بشري حقونو مسایل لېرې کړي او د بشري حقونو د فعالانو په وینا د دوی فکرونه پکې شامل کړي.
ندا محمد ندیم، د «ا.ا» د لوړو زده کړو وزارت وزیر وايي: «موږ دوه کاله په نصاب کار وکړ. د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته واستول شو. پرېکړې شوې دي. ښه تازه معلومات راغلي دي. پخوانۍ موضوعګانې لیرې شوې. د ټولنې اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.»
په ورته مهال د کار د ملي کنفرانس تر نامه لاندې د «ط» د کنفرانس په دوام کې د «ا.ا» تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وايي چې دوی هم د کار قانون تعدیل کړی او د تصویب په تمه دي.


