ويب ډيسک
د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې په بنګله دېش کې د بیکارۍ له امله د محصلينو له لوري پيل شوو لاريونونو کې تر دې مهاله ۱۷۳ تنه وژل شوي دي.
د بنګله دېش پوليسو د دغه هېواد په ډاکه ښار کې تر ۱۲۰۰ زيات لاريونوال نيولي او په دې ښار کې پر ګرځېدو هم محدويتونه لګېدلي دي.
د ډاکه ښار د پوليسو وياند فاروق حسين ويلي چې د لاريونونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ پوليس وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زيات ټپيان شوي دي چې د ۶۰ پوليسو روغتيايي وضعيت نازک دی.
د مالوماتو پر بنسټ د بنګله دېش د ټول ۱۷۰ ميليونه نفوس څخه ۳۲ ميليونه بنګله ديشي ځوانان کار او زده کړو ته لاسرسی نلري.
په بنګله دېش کې د محصلينو لخوا وروسته له هغه لاريونونه پيل شوه چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه وکړه چې ۵۶ سلنه دولتي دندې به د واکمنو ګوندونو غړو او ۳۰ سلنه دندې به د ۱۹۷۱ کال د ازادۍ په جګړه کې د جنګېدلو سرتېرو د کورنيو غړو ته ورکول کېږي.
يو شمېر رسنۍ وايي چې د لاريونونو وروسته د دې هېواد سترې محکمې مخکينۍ پرېکړې بيرته لغوه کړې او د نوي پرېکړې له مخې به ۹۳ سلنه دندې د لياقت پر بنسټ ورکول کېږي، چې په دې سره لاريونونه هم د کنټرولېدو په درشل کې دي.


