دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزرګونه کسانو د عثمان خان کاکړ د جنازې په مراسمو کې ګډون...

زرګونه کسانو د عثمان خان کاکړ د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ویب ډیسک
زرګونه کسانو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال عثمان خان کاکړ د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
وینا والو په خپلو خبرو کې وویل  د نوموړي مرګ تصادفي نه دی بلکې وژل شوی دی.

بل پلو د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي چې ده ته مخکې د ای اس ای لخوا د یو شمېر کسانو نوملړ ورکړل شوی او ورته ویل شوي وو چې باید ووژل شي، او په دې نوملړ کې د عثمان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ډاکتر سيد عالم مسید او د نامتو سياستوال افراسياب خټک نومونه هم شامل وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پښتونخوا ملي عوامي گوند له مشر محمودخان اڅکزي سره پر تلیفون خبرې کړي او د یاد گوند د مرستیال عثمان خان کاکړ د مړینې له کبله یې د خپلې واشینۍ او ډاډگیرنې مراتب وړاندې کړي.
په ورته مهال افغان حکومت وایي ددوی یو لوړ پوړی پلاوی د عثمان کاکړ جنازه کې د ګډون لپاره کویټې ته تللو خو د پاکستان حکومت لخوا یې مخه ونیول شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه