ویب ډیسک
د امریکا پوځ وايي له افغانستان څخه د سرتیرو تر وتلو وروسته هم د اړتیا په صورت کې هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.
ډیلي بیست نشریه د امریکا پوځ د مرکزي قومانداني عمومي قوماندان له قوله وايي، امریکا به افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه له نږدې څاري او که اړتیا شي نو د هوایي بریدونو لپاره به بې پیلوټه الوتکې هم وکاروي.
دغه نشریه وایي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته متحده ایالات به اجازه ورنه کړي څو دلته وضعیت خراب شي او د بحري بیړیو، بې پیلوټه الوتکو او له نورو لارو به د افغانستان وضعیت تر خپل کنټرول لاندې لري.


