یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسحاق ډار په دوه ورځني سفر د بنګله دېش پلازمېنې ډاکا ته...

اسحاق ډار په دوه ورځني سفر د بنګله دېش پلازمېنې ډاکا ته رسېدلی دی

ویب ډیسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د شهباز شریف مرستیال، اسحاق ډار په دوه ورځني سفر د بنګله دېش پلازمېنې ډاکا ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې، چې اسحاق ډار د بنګله دېش له لنډمهالي لومړي وزیر، محمد یونس او خپل بنګله دېشي سیال سره لیده کاته وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا سفر په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پړاو بللی دی.

د بنګله دېس بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکو ویلي، چې ښايي دې سفر کې له پاکستان سره تر پنځو هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

دا د پاکستاني بهرنیو چارو وزیر، له ۱۳ کاله وروسته لومړی سفر دی، چې بنګله دېش ته کېږي. له دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره، حنا رباني کهر ډاکا ته تللې وه.

د ۲۰۲۴ په اګسټ کې د یوه ولسي خوځښت له امله چې په بنګله دېش کې د شیخ حسینه چې هند پولې ګڼل کېده، حکومت ړنګ شو، د دغه هېواد او پاکستان اړیکې په سوداګرۍ او سیاست کې ښې بلل کېږي.

# #Pakistan #Bangladesh #Politics

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه