ویب ډیسک
په ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو چارو ریاست له ټولو هغو افغان کډوالو چې له پاکستان څخه هېواد ته راستنېږي غوښتنه کړې چې له ځان سره هلته د اوسېدو پي.او.ار “مهاجرت کارډ” کارټونه ولري او کنه هیڅ ډول مرسته به ترلاسه نکړي.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور رياست د کډوالو ادارې په حواله په يوه اعلامیه کې ويلي: ((هغو افغان مهاجرینو ته، چې په پاکستان کې اوسېږي او خپل ګران هېواد افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي، خبر ورکول کېږي، کله چې خپل هېواد ته راستنېږئ، که په خپله خوښه وي او که د پاکستاني پولیسو لخوا رادېپورټ کېږئ، نو له دې مخکې، چې پاکستاني پولیس ستاسو د POR کارتونه له تاسو واخلي، حتماً د خپل کارت کاپي واخلئ او یا یې په خپل موبايل کې د دواړو مخونو روښانه عکسونه ذخیره کړئ، ترڅو په تورخم بندر کې له ستونزو سره مخ نه شئ.))
په اعلامیه کې یادونه شوې چې که څوک دغه کارټ یا يې کاپي ونه لري تورخم کې ورسره مرسته نه کېږي.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان دوه اونۍ وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال له پيله تر اوسه له ګاونډيو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه دوه ميليونه او ۲۰۰زره افغان کډوال په جبري ډول بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ياد سازمان اندېښنه ښودلې چې له دغو کډوالو سره د نړیوالې ټولې بېړنيو مرستو پرته به په افغانستان کې د خوړو بحران رامنځته شي او د میلیونونو خلکو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) هم خبرداری ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه ستنې شوې افغان کډوالې ښځې او نجونه بېړنيو مرستو ته اړتیا لري او اندېښنه يې ښودلې چې دغه مېرمنې ښايي له تاوتریخوالي سره مخ شي.
په دې وروستیو کې ایران او پاکستان يو ځل بیا له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ستنېدنه پيل کړې چې کډوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.


