ويب ډیسک
د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې پر یوه کور د وسلهوالو برید کې یوه ښځه وژل شوې او دوه سړي ټپيان دي.
د پولیسو په وینا، درې تنه بریدګر چې افغانان ښودل شوي، یوه کور ته ننوتي او ډزې یې کړي چې په پایله کې یې ۴۱ کلنه حاجره بي بي وژل شوې او ۲۲ کلن زوی یې سید اکرام الله ټپي دی.
د راپورونو له مخې، د عدنان په نوم یو ګاونډي یې چې د خلاصي لپاره ورغلی ؤ، هم د چاقو په ګوزار وهل شوی او ټپی دی.
پولیس وايي د سیدرحمن په نوم یو تورن بریدګر یې نیولی او څېړنې روانې دي.


