یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيدهندکیانو اوهندکوHindko( اینکو) ژبې په اړوند لنډ معلومات

دهندکیانو اوهندکوHindko( اینکو) ژبې په اړوند لنډ معلومات

لیکنه: ډاکټر لطيف ياد

هندکیان (Hindkowans) هغه اینډو آریایي اتنیکه ډله ده چې زیاتره وګړي یې دپښتونخواپه پیښور. نوښار ، صوابۍ ، مانسهره ، ایبټ اباد،تورغر ، هزاره ،هریپور ، اټک او کوهاټ او دپاکستان په راولبنډي ، شمالي پنجاپ ( پوټھوهار ) ، Pothohar په سیمه او کشمیرپه پونچھ ،باغ،مظفر آباد، دکاغان په درې او دافغانستان دهندوکش دغرونوپه لړیوکې ژوند کوي .
ددوی ژبه هندکوHindko نومیږي چې موږپښتانه ورته اینکو وایو.هندکو داینډو اریايي ژبو پورې اړه لري اود لہنداLahnda (شمالي پنجاب )دڅانګې یوګړدود دی.داژبه په هند ، پاکستان ، پښتونخوا او افغانستان کې ویونکي لري چې څلور ملیونه وګړي پرې غږیږي . ددوی په ژبه کې دسنسکریت ، هندي ، پنجابي ، عربي ، پارسي او پښتوژبې ډیر ويي( لغات ) شته .ددې زبې ځینې لهجې دادي : کوهاټي( Kohati) اعوانکري(Awankari)، غیبي ( Ghebi)، چچي ( Chacchi) او دهزاره دسیمې اینکو(Hazara Hindko).
هندکیان په ډیروښاخونوویشل شوي دي چې جټ او پراچه یې هم ښاخونه دي .دوی سني مذهبه مسلمانان دي ، خو لږشمیر هندوان هم پکې شته چې په اینکوژبه خبرې کوي .په پښتونخوا کې داینکوژبې لپاره یوه اکیډیمي هم شته چې ددغې ژبې دپر مختګ او غوړیدنې لپاره کارکوي .
همدارازدګندهارا دهندکو بورډ( The Gandhara Hindko Board)او اداره فروغ هندکو(The Idara-e-Faroghe Hindko) ډیرې هلې ځلې کوي چې هندکوژبه په هره برخه کې وده اوپرمختګ وکړي .همداراز دغه اداره همدا اوس په پښتونخوا کې یوشمیر دهندکوژبې دلیکوالانو اوشاعرانو په مرسته لکه رفیع اکبر سواتي ، اورنګزیب غزنوي ، سید محبوب، آصف ثاقب،صوفي عبدالرشید، فضل اکبر کمال ،شریف حسین شاه ،محمد فرید ، یحیي خالد،نذیر کسلوي او محمد حنیف دهندکو ژبې دادبیاتو لپاره چوپړ او خدمت کوي .
همدارازپه خیبر بښتونخوا کې دغه لاندینۍ خپرونې هم دهندکو دژبې په پرمختګ کې مهمه ونډه اخلي چې نومونه یې دادي : هندکوان( Hindkowan)، دګندهارا وایس(The Gandhara Voice,، سرخیل( Sarkhail) ،تارې (Tarey)او فروغ( Faroogh)
همداراز سلطان سکون د هندکو ډیکشینري دلومړي ځل لپاره ولیکله او همدارازدلومړي ځل لپاره قرآن شریف ژباړه هم دحیدرزمان له خوا په هندکوژبه ترسره شوه.
باید زیاته کړو چې په پښتونخوا کې دځینو پښتنو قبیلو خلک هم په هندکو پوهیږي چې په دغوپښتني قبیلو کې ترین ، ګدون( جدون) دلازاک، مشواڼي ، اتمانزي ، سواتي ، اوطاهرخیلي یادولی شو.
دپښتو ژبې نامتو صوفي شاعررحمان بابا په خپل دیوان کې دهیر – رانجها یادونه داسې کړې ده :
ډیر هندکي په جهان ګرځي دچایاد دي
عشق عالي پایه دهیر او درانجها کړه
بل نامتو شخصیت چې دغې ژبې ته یې ډیر کارکړی دي او یوشپیته آثاریې پکې لیکلي دي هغه ارواښاد پروفیسر ظهور احمد و.
دهندکیانو مشهورشخصیتونه :
۱- مشهورهندې فلمي اداکار دلیپ کمار( یوسف خان)
۲- مشهور لیکوال ارواښاد فارغ بخاري
۳-اختر رضا سلیمي
۴-افضل خان
۵- بابا حیدر زمان
۶- سردار بهادرخان
۷- سیدمسعود کوثر
۸-مهتاب احمد خان عباسي
۹-ارواښاد حاجي عدیل
۱۰-قتیل شفا یی
همداراز دپښتو ژبې نامتوشاعر ګلستان بابا او دده زوی عبدالله جان هم دهندکیانو دبراچه دښاخ نه و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه