ويب ډیسک
متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د چارو لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ به له طالب پلاوي سره د ټول شموله سیاسي نظام پر جوړېدو خبرې وکړي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي، دا خبرې سبا د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سیاسي نظام جوړول چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي، له طالبانو سره د ټام ویسټ د ناستې د اجنډا په سر کې ځای لري.


