دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د امريکا د زورواکۍ سخته غندنه وکړه

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د امريکا د زورواکۍ سخته غندنه وکړه

ویب ډیسک

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ په ويډيويي مباحثوي غونډه کې د امريکا سخته غندنه وکړه. هغه وويل، چې د روان کال د جنورۍ په ۶مه نېټه د امريکا کانګرس مخې ته د لاريون او زورزياتي پېښو او په تېر اګست کې د کابل په هوايي ډګر کې د امريکا له پوځي الوتکې څخه د افغانانو د لوېدو پېښه د دې ښودنه کوي چې د امريکا زورواکي په کور دننه او بهر بې اعتباره شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په منځني ختیځ کې د وضعیت بدلون هم دا ښيي، چې د امريکا ظلم او پر نورو د خپل نظر د تپلو عمل بيخي ناکام شوی او د زورواکۍ لټول به يې یوازې د بې ثباتۍ او نښتو سبب وګرځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه