دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامريکا او استراليا د اوبتل تړون مات کړی

امريکا او استراليا د اوبتل تړون مات کړی

ویب ډیسک
د اروپايي ټولنې د کميسيون رئيسې ورسولا ون دير لين او د اروپا د شورا رئيس چارليس ميچيل په وار سره د امريکا او استراليا لخوا د اوبتل تړون د ماتولو په اړه د فرانسې له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړی او له امريکا او استراليا څخه يې غوښتنه کړې، چې له دغې کړنې په شا شي.

د اروپايي ټولنې د کميسيون رئيسې ډير لين خبري رسنيو ته ويلي چې، د امريکا، بريتانيا او استراليا کړنې د منلو وړ نه دي او اروپايي ټولنه بايد په دې اړه پوره مالومات تر لاسه کړي. په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د شورا رئيس چارليس ميچيل په نيويارک کې څرګنده کړه، چې د امريکا دغه کړنه باوري نه ده او په اړه يې بايد توضيحات ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه