دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان : په یوہ کال کې  ۱۶۸۶۵ کسان د کال دانې په...

بلوچستان : په یوہ کال کې  ۱۶۸۶۵ کسان د کال دانې په رنځ اخته شوي 

راپور : عبدالکریم

د بلوچستان ټولو ولسواليو کې د کال دانې (لشمینا) رنځ په چټکۍ سره خپور شوي . چې لکبله د حکومت په وینا په یوه کال کې ۱۶۷۶۵ خلک د ایالت په بېلابېلو ولسواليو کې په دې رنځ اخته شوي، خو د رنځورانو شمېر له دې زیات ده ولې چې د بلوچستان د لرې سیمو خلک روغتونونو ته لاس رسي نه لري .

د یادونې وړ ده چې بلوچستان د روغتیا وزارت وايي چې دوي سره د کال دانې واکسين نشته او له دې سره سره د روغتیا محکمې سره د کال دانې سبب جوړیدونکي غوماشو (مچهر) د ختمولو لپاره د اسپرې پاشلو لپاره هم پیسې نه لري .

په دې هکله د بلوچستان د ملیریا د دولو پروګرام مشر ډاکټر خالد قمبراني پښتو جرنل ته وويل چې موږ د بلوچستان مشر سکټور ته د شل کروړ روپیو ویلي او هغه روپۍ به موږ ته ژړ تر ژره راکول شي نو هغه په وروسته چې څومره ژر وشي موږ به په ټولو ولسواليو کې سپرې پاشل پیل کړو .

بلوچستان ایالت کې د کال دانې رنځوران زیات شمېر په کوټه کې راجسټر شوي چې د هغو شمېر ۲۳۱۷ او هغه نه پس کله عبدالله چرته چې ۱۹۰۶ خلک په یاد رنځ اخته شوي  او له دې سره سم جعفر اباد ولسوالۍ کې ۱۷۷۴ خلک کال دانې په رنځ اخته شوي.

په بلوچستان کې  د کال دانې د واکسين د نشتون په هکله ډاکټر خالد وايي : مخته به موږ دا واکسين د نړیوال روغتيايي ادارې راکول خو اوس په نړۍ کې د وضعیت خراب ده په ځانګړي توګه سوريه کې هلته هم د کال دانې رنځ زیات ده ، د روغتیا نړیواله اداره هلته بوخته له دې کبله دلته په دې هکله ستونزې رامخته شوي .

هغه زياته کړه چې موږ دا واکسين خپله نشو اخیستي ولې چې کوم شرکت چې دا واکسين جوړوي هغه په پاکستان کې نه ده راجسټر نو موږ نه شوو کولي چې د کال دانې ضد واکسین واخلو په دې هکله موږ د پاکستان مرکزي حکومت سره خبرې کړې دي.

ډاکټر خالد په وینا په بازارونو کې چې کوم واکسين پلورل کيږي هغه راجسټر نه دي بلکې هغه د غلا د لارو بازار ته راوړل شوې دي .

یاد دې وي د کال دانې رنځ د یو ځانګړي غوماشو (مچهر) لکبله خپرېږي کوم چې خامو ودانيو سیمه کې ژوند کوي .

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه