لیکنه: زمان خان کاکړ
د پښتون تحفظ مومنټ او منظور پشتین په هکله می د عظمت غرنی ویډیو تر نظره شوه دده د خبرو سه داسی ښکاریده چی دئ د ذاتی مخاصمت په عینکو کښی د پی ټی ایم ټولو هلوځلو ته د کرکی په نظر ګوری او د تحریک د وګړو د ستړو په نتیجه کښی لاس ته راوړنی د اهمیت وړ نه ګڼي. نه خو د داسی منطق سره اتفاق کېدلای شی او نه خو په دې وخت کښی د خېبر قومی جرګې د پرېکړو سره مخالفت څه ګټه لری.
زه د پی ټی ایم غړی نه یم او دا باور لرم چی د منظور پشتین پر شخصیت، کمزوریو او د پی ټی ایم پر دریځ تنقيد کېدلای شی خو د تحریک په هکله بې باوری پیدا کول او د تحریک د مخکښو او غړو د پښتون قومی یوالی او د غلامۍ، ظلم او ناروا په خلاف ژور قومی شعور پیدا کولو رنګه د کامیابیو بهیر په سیند لاهو کول سخته ناانصافی ګڼمه.
دا ډېره مهمه ده چی ددې وضاحت وشی چی په پښتونخوا وطن کښی د ترهګریزو پېښو او د فوجی ظلمونه په خلاف د پښتونخوا وطن د سیاسی ګوندونو د کمزوری دریځ او د یوې سیاسی تشی په نتیجه کښی پی ټی ایم راڅرګند شو. ورسره د پی ټی ایم مخکښانو او وګړو ډېر په جرات سره عوامی ستونزې په ګوته کړې، د دښمن مخی ته لکه سپر ودرېدل او عوامی حمایت یې تر لاسه کړو. له دې کبله دې تحریک په لروبر افغان کښی خپل محبوبیت پیدا کړ.
دا اعزاز پی ټی ایم ته حاصل دی چی د خېبر قومی عدالت یا جرګې له لاری یې د پښتونخوا وطن ټول ګوندونه او ورسره قومی مخور، مذہبی او قبایلی مشران نه یوازی پر یو ځای کړل بلکه دوی ته یه پر بیلابیلو قومی مسائلو د بحث لپاره فرصتونه برابر کړل او ددې نتائج د جرګې د پرېکړو په شکل کښی د اولس تر مخ دی. زما په خيال یو هم داسی ګوند یا بل قوت نه لیدل کېده چی داسی ستره کارنامه دی په یوازی سر تر سره کړې وائی او یا یه اوسمهال تر سره کړي.
د خیبر قومی جرګې پر ځینو پریکړو تنقيد کېدلای شی او په دې کښی ترامیم هم ممکنه دی لیکن د پرېکړو د اعلان او حلف اخیستلو بعد یوازی او یوازی پی ټی ایم ددې ذمه واره ګڼل او ټولی چارې د دوی پر سر ایله کول سراسر نامناسب کار، جفا او د سوګند څخه سرغړونه ده.
دا یو ستر حقیقت دی چی په تېرو وختونو کښی پاکستانی فوځ د خپلو بادارانو سره په ګډه د خپلو مفاداتو لپاره مجاهدین او طالبان جوړ کړل، منظم او په وسلو یه سمبال کړل او بیا یه د افغانستان د حکومتونو او اولسونو په خلاف استعمال کړل. هم دغه قوتونه یه بیا پښتونخوا وطن ته راستانه کړل او د دوی په زریعه یه د وحشت او بربریت بازار ګرم کړ او په سلګونو قومی مشران يه پرې ووژل. او بیا یه دغه قوتونه دهشتګرد اعلان کړ او د دوی د ځپلو په بهانه یه په زرګونو بېګناه خلګ ووژل، په لکونو خلک یه بې کوره کړل، په زرګونو کورونه، دکانونه او مارکېټونه یه ویجاړ کړل خو دهشتګردی اودهشګردان یه ختم نکړو. که څوک طالبان د پاکستانی فوځ دښمنان شمېری خدای دی د هغو ارمان پوره کړی خو زما په آند دا یوه بېځايه طمع ده.
دلته دا ذکر کول هم مهم دی چی د خېبر قومی جرګې د هری پرېکړی په اهمیت او آئنده موږ هم ښه پوهیږو او زمونږ دښمن هم. ځکه نو چی کومه پرېکړه د دښمن په سخت تاوان ده د هغې په خلاف تبلیغات روان دی.
که چیری د خېبر قومی جرګې پر پرېکړو د هوکړی کولو ټول قوتونه او یا وطن دوست او قام دوست قوتونه په پوره ایمانداری سره خپل کردار ولوبوی نو د پریکړو د عملی کېدو مخه هیڅوک او هیڅکله نه شی نیولای.


