یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيد انګلستان د کرکټ لوبډلمشر: په چمپینز ټراپۍ کې له افغانستان سره...

د انګلستان د کرکټ لوبډلمشر: په چمپینز ټراپۍ کې له افغانستان سره له لوبې بایکټ کول سم کار نه دی

ويب ډيسک

 

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جاس بټلر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، د اتلانو ( چمپینز ټراپۍ) په جام کې له افغانستان سره له لوبې انکار کول ” سمه لار” نه ده.

 

دا سیالي، چې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېدونکې ده، په وروستیو څو اونیو کې یې پر وړاندې د سیاسیون لخوا ډېرې نانندرۍ روانې دي.

 

د برېټانیا د کارګر ګوند لخوا د پارلمان غړې تونیا انتونیازي د یوه لیک له لارې چې د پارلمان ۱۶۰ نورو غړیو هم لاسلیک کړی و، د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ وغوښتل چې د طالبانو حکومت له لوري له ښځو او نجونو سره د “ناوړه” چلند په وړاندې غبرګون وښيي او له افغان ملي لوبډلې سره دې سیالي نه کوي.

 

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله چې اوس مهال په هندوستان کې ده او سبا چهارشنبه د جنورۍ په ۲۲مه نېټه له یاد هېواد سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي، لوبډلمشر جاس بټلر په کلکته کې د خبریالانو په ځواب کې ویلي دي چې دوی به د خپلې لوبډلې د مشرتابه په لارښوونه عمل کوي او له افغانستان سره پلان شوې لوبه به ترسره شي.

 

ښاغلي بټلر ویلي دي، د یوه لوبغاړي او بیا لوبډلمشر په توګه په دې تړاو د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ له مشرانو سره غږېدلی دی او له هرڅه خبر دی، خو په باور یې له لوبو بایکاټ کول مناسب کار نه دی.

 

د ویلو ده چې د انګلستان کرکټ بورډ هم د خپلو سیاسیون خبرو ته د رد ځواب ویلی دی او د سیالۍ په کولو یې ټینګار کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه